د حماس-اسرائیل جګړه؛ بلیکن ترکیې ته سفر کوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) ترکیې ته سفر کوي چې د غزې تړانګې د اوسني وضعیت په اړه د هغه هیواد له چارواکو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې بلینکن منځني ختیځ ته له دوه ورځني سفر وروسته به ترکیې ته ولاړ شي. دغه جګپوړي امريکايي ډپلومات اسرائيل ته د خپل سفر په ترڅ کې پر غزې تړانګې د اسرائيل د بريدونو په اړه خبرې وکړې او د دغه هېواد له چارواکو يې وغوښتل چې د ملکي تلفاتو د راکمولو لپاره خپلې جدي هڅې وکړي.

ترکیې ته د بلینکن سفر په داسې حال کې کیږي، چې د دغه هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ نومبر څلورمه وویل، چې پر غزې د اسرائیل د بریدونو له امله د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خپل تماسونه پرې کوي.

اردوغان وویل: "نتانیاهو نور داسې کس نه دی چې ورسره خبرې وکړو." خو اردوغان وویل چې له اسرائیل سره خپلې ډپلوماتیکې اړیکې نه شلوي.

د اردوغان دا څرګندونې یوه اونۍ وروسته له هغې کیږي، چې اسرائیل وویل دوی له انقرې سره خپلې اړیکې بیا ارزوي، ځکه چې ترکیې په غزه کې د حماس پر وړاندې د جګړې په اړه د اسرائیل په وړاندې سختې څرګندونې کړې دي.

تر دې مخکې اسرائیل د احتیاطي تدابیرو په توګه له ترکیې او د سیمې له نورو هېوادونو خپل ټول ډپلوماتان وایستل.

پر اسرائیل باندې د حماس ډلې د اکټوبر د میاشتې د اوومې نیټې له بریدونو وروسته اسرائیل د غزې په تړانګه باندې د غچ اخیستلو لپاره سخت هوايي، توپچي او اوس ځمکني بریدونه پیل کړي دي. د اسرائیلي مقاماتو په وینا د حماس په برید کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او حماس تر ۲۴۰ زیات کسان یرغمل نیولي دي.

په همدې حال کې د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر کنترول لاندې دی، ویلي دي چې د اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه د ۳۷۶۰ ماشومانو او سلګونو ښځو په ګډون له ۹۴۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په غزه کې د کمپاین لپاره له اسرائیل سره د بشپړ ملاتړ او پوځي مرستې ژمنه کړې، خو په یو څرګند بدلون کې یې د فلسطینیانو له کړاوونو سره د خواخوږۍ غږ هم کړی؛ کومو کړاونو چې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې یې غصه راپارولې ده.

بایډن تیره اونۍ ویلي وو، چې په غزه کې د اوربند ملاتړ نه کوي. خو د پنجشنبې په ورځ یې د انتخاباتي کمپاین یوې غونډې ته وویل: "زه فکر کوم چې موږ [جګړه کې] وقفې ته اړتیا لرو."

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وروسته خبریالانو ته ددې ډول وقفې مفهوم روښانه کړ. هغه وویل: "بشري وقفه... لنډمهاله، سیمه ییزه او متمرکزه وقفه، په یو ځانګړي هدف یا اهدافو باندې متمرکزه وقفه، د بشري مرستو او د خلکو د وتلو لپاره."

خو د اسرائیل صدراعظم بنيامين نتنياهو خبرداری ورکړی، چې تر هغه وخته به اوربند ونه شي، چې حماس ټول ٢٤١ اسرائيلي او بهرني يرغمل نه وي خوشې کړي.