یو خورا شتمن هندي واده

د هند د یو خورا شتمن سوداگر د لور واده ته د میلمنو د لیږدولو لپاره ١٠٠ الوتکې کرایه شوي دي.

د بالیووډ د وتلې ستورې پریانکا چوپړا او د امریکایي سندرغاړي او هنرمند نیک جوناس له شانداره واده وروسته دادی اوس په هند کې د یو خورا شتمن سوداگر امباني د ٢٧ کلنې لور ایشا امباني واده دی.

د میلمنو په ډله کې د امریکا پخوانی جمهور رئیس بیل کلنتن او میرمن یې هیلري کلنتن هم بلل شوي دي

ددې پرتمین واده د میلمنو په ډله کې د نړۍ د مشهورو سیاسي او هنري څیرو تر څنگ د امریکا پخواني جمهور رئیس بیل کلنتن او میرمن یې هیلري کلنتن هم شامل دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د یو خورا شتمن هندي واده

​د فوربس مجلې په وینا ښاغلی امباني د ریلانس کمپینو مالک دی چې پانگه یې ۴٧ میلیارد ډالرو ته رسیږي.

ددې واده د بهرنیو میلمنو د آسانتیا لپاره ١٠٠ الوتکې کرایه شوې دي. دا واده د هند په اودایپور ښار کې د دریو ورځو لپاره په مختلفو ننداره لمانځل کیږي.

د ناوی او زوم لپاره ښاغلي امباني د ممبای د ښار د سمندر په غاړه یو کور ډالۍ کړی چې شاوخوا پنځه زره مترمربع ساحه یې نیولې ده، پداسې حال کې چې په همدې ښار کې په میلیونونو وگړي په خورا سختې بې وزلۍ کې ژوند کوي.