د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن چهارشنبه په هرات ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله پنځه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د اکتوبر پر ۱۴ (تلې۲۳) ویلي چې دغه ماین چاودنه د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر مازدا موټر رامنځته شوې ده.
طالبان تروریست حین عبور یکعراده واسطه مازدا از ساحه باتورخانی ولسوالی کشک کهنه هرات، یک حلقه ماین ضد وسایط را انفجار دادند که از اثر آن پنج تن به شمول زنان و کودکان شهید و 13 تن دیگر از سرنشینان واسطه مجروح شدند. این جنایت محکوم و غیرقابل توجیه است.
— Tariq Arian (@TariqArian3) October 14, 2020
نوموړي زیاته کړې چې په وژل شو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
په کونړ او لغمان ولایتونو کې مرګ ژوبله
د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې نن چهارشنبه سهار د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې هم د ریموټ کنټرول ماین چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې ماینانونه د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د یادونې وړده چې نن په لغمان لایت کې هم د چسپکې ماین چاودنې له امله درې تنه ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.
بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبه پخپل یو راپور کې وویل چې په تېرو دوو اونیو کې د وسله والو طالبانو په مخامخ بریدونو، سړک غاړې ماینونو او ځانمرګو بریدونو کې ۸۶ ملکیان وژل شوي او ۱۶۵ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې ادعا په هم اړه هم تبصره نه ده کړې.
دا چاودنې پر داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.
په افغانستان کې د امریکا سفارت، یوناما او اروپايي ټولنې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی دی.