لغمان کې د جنازې مراسمو کې چاودنه شوې

عکس (ارشیف)

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، چې د دوشنبې پر سهار ۱۰بجې او ۳۰ دقیقې د لغمان دولت شاه ولسوالۍ اړوند خاص دولت شاه کلي کې د یوه قومي مخور د جنازې په مراسمو کې د ماین چاودنه شوې ده.

دولتزي امریکاغږ ته وویل، چې په دې چاودنه کې تر دې دمه د ۳کسانو د وژل کېدو او د ۷ کسانو د زخمي کېدو پخلی کوي.

هغه زیاته کړه چې چاودنه د وسله والو طالبانو له لوري ترسره شوې ده.

دولتزي په چاودنه کې وژل شوي او زخمیان شوي ټول ملکي کسان او د جنازې لمونځ کوونکي یاد کړل.

په لغمان کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي امریکا غږ ته وویل چې چاودنه د دولت د ملاتړي ملک عبدالشکور د جنازې په مراسمو کې شوې ده.

سرچینې وویل چې وژل شوي او زخمیان شوي کسان ټول د جنازې ګډونوال وو.

د لغمان مرکزي روغتون مؤظف داکټران وایي چې په دولت شاه کې د شوې پېښې جسدونه او زخمیان سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د افغانستان دفاع وزارت بیا ویلي، چې په دغه چاودنه کې درې ته وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي، چې د ملي امنیت منسوبین هم پکې شامل دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم په لغمان کې د ماشومانو د لوبو پر میدان او د عامو خلکو پر کورونو د توغول شوو مرمیو له امله عامو خلکو ته ډېر ځله مرګ ژوبله رامنځته شوې.