خوست کې په یو مارکیټ کې چاودنې څلورتنه وژلي

په خوست کې نننۍ چاودنه د موبایل ټیلیفونونو په یو مارکیټ کې شوې ده.

ولايتي چارواکي وايي، چې نن غرمه مهال د خوست ښار د موبايل تليفونونو په يوه مارکېټ کې بمي چادونې څلور کسان ووژل او دیارلس نور يې ټپيان کړل.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت امريکاغږ ته وويل، چې بم ددغه مارکېټ په لانديني پوړه کې په يوه مېز کې ځای پرځای شوی او د خلکو په ګڼه ګوڼه چاودل شوی دی.

قوماندان فيض الله غيرت وويل، چې په دغه چاودنه کې يو کس وژل شوی او لس نور ټپيان دي، خو د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري امريکاغږ ته وويل، چې د پېښې له ځايه څلور مړي او ديارلس ټپيان د خوست ښار بېلابېلو روغتونو ته انتقال شوي دي.

چارواکي وايي چې په پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي دي. تر اوسه د چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.