خیبر پښتونخوا کې د بم په چاودنې کې ۲ پولیس وژل شوي

آرشیف

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په ولسوالۍ کې پولیس وایي د سړک د غاړې د بم په چاودنې کې لږ تر لږه ۲ پولیس وژل شويدي.

د ولسوالۍ د پولیسو مشر عبدالصمد خان اې پي خبري اژانس ته ویلي چې دغو پولیسو د راغګان د بریښنا بند سره نږدې د امنیت ساتلو دنده کوله چې وسله والو پرې د لیرې څخه کنټرولیدونکی ماین وچاوه. دواړه پولیس ځای پر ځای وژل شوي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې او پولیس وایي په برید کې د لاس لرونکو کسانو پسې یې لټون پیل کړي.

د باجوړ سیمه څو کاله د مخه د پاکستاني طالبانو د غورځنګ یو تر ټولو قوي مرکز و خو وروسته د پوځي عملیاتو له کبله دا سیمه پاکه شوه.

پاکستاني طالبانو پدې سیمه کې په امنیتي کسانو ګڼ بریدونه کړې خو دې ډلې اوس د پاکستان د حکومت سره تازه د سولې تړون کړی.

پدې موافقې سره به د پاکستاني طالبانو د اورپکۍ فعالیت چې د څو کالونو راپدیخوا په پاکستان کې روان دی، پای ومومي.

د پاکستان د فدرالي حکومت د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري په سرکاري تلویزیون کې وویل چې داوربند موده به د خبرو اترو پرمختګ ته په کتو د تمدید وړ وي.

ښاغلي چوهدري ټینګار وکړو چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ سره مذاکرات په جدي توګه د پاکستان د اساسي او نورو قوانینو سره سم شویدي.

دغه پاکستاني چارواکي همدرانګه وویل چې د سولې دا خبرې په افغانستان کې په یو نامعلوم ځای کې شوې او پرته لدې چې نور جزیات ورکړي ښاغلي چوهدري وویل چې په افغانستان کې د طالبانو موقتي حکومت پدې خبرو کې همکاري کړې.