د متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ مارچ ۲۴ (کب ۲۴) تاجیکستان او قرغیزستان جمهوریتونو ته د خپل منځي سرحدونو د ټاکلو د تاریخي تړون له امله مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لاسته راوړنه د ډپلوماسۍ او سیمه ییز ثبات لپاره د دوی د حکومتونو ژمنتیا څرګندوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي بروس په یوه بیان کې ویلي: "د سرحدي شخړو هوارول یو له خورا ستونزمنو ډپلوماتیکو دندو څخه دي چې یو حکومت یې ترسره کولی شي، او موږ د خنډونو د لرې کولو لپاره د دواړو حکومتونو د مشرانو لید او هوډ ستایو."
بروس د اعلامیې په دوام دا هم ویلي، متحده ایالات هیله لري چې دا مهم تړون به د دواړو هیوادونو او پراخې سیمې لپاره د سوداګرۍ او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د سولې او سوکالۍ د زیاتوالي لپاره لاره هواره کړي.
د بروس دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د تاجیکستان او قرغزستان چارواکو د خپلې سرحدي شخړې د پای ته رسولو لپاره یو تاریخي تړون لاسلیک کړ.
تر دې تړون مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ چې ۹۷۰ کیلومتره ګډه پوله لري، په منظمه توګه نښتې رامنځته کیدې. دا دواړه هیوادونه د نیمایي سرحدونو پر سر شخړه لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم د دغه تړون هرکلی کړی دی. ګویتریش د یو بیان په خپرولو سره ویلي: "دا مهم ګام په منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات د پراختیا، د اوږدمهاله مسلو د حل او د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب د اړیکو د ټینګولو لپاره د ډپلوماسۍ ځواک څرګندوي."
د شانګهای د همکارۍ سازمان چې تاجیکستان او قرغزستان یې هم غړي دي، د دغه تړون د لاسلیک هرکلی کړی دی.
د شانګهای د همکارۍ سازمان په یوه بیانیه کې ویلي چې: "د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د لاسلیک شوي تړون ځانګړي اهمیت ته اشاره کوي او د شانګهای د همکارۍ سازمان په جغرافیه کې د سولې، امنیت او ثبات لپاره یې ارزښتناکه مرسته ګڼي."
د روسیې په مشرۍ د ډله ایز امنیتي تړون سازمان هم د یو بیان په خپرولو سره د دغه تړون د لاسلیک کیدو هرکلی کړی دی. دغه سازمان يوه اعلاميه خپره کړې او ويلي يې دي: "د سرحدي ستونزو هوارول به بې له شکه په بېلابېلو برخو کې د سيمه ييزو همکاريو له پرمختيا سره مرسته وکړي، دا به د ډله ييز امنيت د تړون د سازمان د مسووليت په ساحه کې د امنيت د ټينګښت او د دغه سازمان د پر مختيايي دندو په ترسره کولو کې مرسته وکړي."
اروپايي ټولنې هم د دغې موافقې د هرکلي په ترڅ کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي: "دا يوه مهمه شېبه او د خبرو اترو او د شخړو د سوله ييز حل پر بنسټ د پرمختګ يو مهم ګام دی. دا تړون به د منځنۍ اسیا د قوت، انعطاف او ثبات د پیاوړتیا لامل شي."
د ګډو ګټو هېوادونو، کویت، روسیې، سعودي عربستان، قطر او پاکستان هم د جلا جلا اعلامیو په خپرولو سره د تاجیکستان او قرغیزستان ترمنځ د سرحدي تړون هرکلی کړی دی.