په افغانستان کې د سرطان د درملنې نسبي زمینه برابره شوې ده

هر کال په افغانستان کې لږترلږه ۲۰۰۰۰ کسان د سرطان ناورغۍ په بیلابیل ډولونو اخته کیږي

په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ په وړاندې د مبارزې بڼسټ له تیرو دوو کلنو راهیسې په کار پیل کړی. د افغانستان لومړۍ میرمن بي بي ګل رولا غني ددغه مرکز په رهبرۍ کمیټه کې غړیتوب لري.

د سرطان ناروغۍ پروړاندې د مبارزې بنسټ په ۲۰۱۶ کال کې په کار پیل کړی چې اوس په کابل او یو شمیر لوی ښارونو کې د عامه پوهاوئ په برخه کې کار کوي.

ددغه بنسټ چارواکي وايي چې تراوسه څه باندې ۵۰۰۰ کسانو دغه مرکز ته مراجعه کړې ده.

د افغانستان لومړۍ میرمن بي بي ګل رولا غني چې د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د مرکز غړې ده، وايي چې په افغانستان کې خلک خپلې روغتیا ته پوره پاملرنه نه کوي، او آن وړې ناروغۍ چې د درملنې وړ وي، ورته پاملرنه نه کوي او د مرګ لامل کیږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې هر کال په افغانستان کې لږترلږه ۲۰۰۰۰ کسان د سرطان ناورغۍ په بیلابیل ډولونو اخته کیږي چې په دې کې ۱۵۰۰۰ کسان مړه کیږي.

په افغانسستان کې د میرمنو د برخې فعاله او د ولسي جرګې غړې شینکئ کړوخیل یوه له هغو کسانو څخه ده چې د سرطان ناروغۍ سره یې مبارزه کړې ده.

عام افغانان هم خوښ دي چې اوس په افغانستان کې دننه د سرطان ناروغئ د درملنې نسبي زمینه برابره شوې ده.

د سرطان ناروغئ پروړاندې د مبارزې مرکز چارواکي وايي په پام کې ده چې د اړوندو ادارو په همکارئ خپل کارونه ولایتونو ته هم وغځوي.

په افغانستان کې ډیری ښځې د سینې، معدې او رحم په سرطان اخته کیږي په داسې وخت کې چې نارینه بیا د مرئ،معدې، وینې او داسې نورو سرطان په ډولو اخته کیږي.

ډاکتران وايي چې منظم ورزش کول، مناسب خواړه لکه سابه، ترکاري، میوه او د غله دانې کارول کولای شي د سرطان ناورغۍ په مخنیوي کې اغیزمن تمام شي.