بریتانیا د نړۍ دویم هېواد شو چې کرونا په کې ډېر کسان مړه کړي

په اروپا کې بریتانیا د کرونایروس له کبله د ۳۲ زرو کسانو د مړینې په خاطر له ایټالیا څخه مخکې شوه. تر دې دمه ایټالیا د ۲۹۰۷۹ کسانو د مړینو په وجه د اروپایي هیوادونو په سر کې وه.

د رویترز اژانس په وینا د مړینو دغه لوړ ارقام ښایي د بریتانیا د صدراعظم بوریس جانسن باندې سیاسي فشار زیات کاندي، ځکه هغه د نورو اروپایي مشرانو په پرتله د مارچ په میاست کې په هیواد کې د قرنطین په اعلانولو کې ځند کړی و.

د بریتانیا د احصایې د ملي ادارې اونیزې شمیرې په انګلنډ او ویلز کې د ۷۰۰۰ مړینو خبر ورکوي چې پدې سره د بریتانیا د کروناویروس مجموعي مړینې ۳۲۳۱۳ ته ورسیدې.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې په بریتانیا کې اوسمهال۱۹۱۸۳۲ کسان په کروناویروس اخته شوي دي. په بریتانیا کې د نورو اروپايي هیوادونو په پرتله کروناویروس وروسته خپور شو، خو د ټولې اروپا په پرتله اوس ډیر ځپیدلی ده.

د بریتانیا د حکومت مخالفو ګوندونو د صدراعظم بوریس جانسن د تصمیم په اړه پوښتنې راپورته کړې دي چې د هیواد قرنطین کول یې پداسې حال کې ځندولي وو چې په ایټالیا کې په روغتونونو کې د ناروغانو د بستري کولو لپاره ځای نه و پاتې.

دوی همداشان وایي چې د بریتانیا حکومت په عامه توګه د کروناویروس په معایناتو کې ورو عمل کړی او روغتونونو ته یې په کافي اندازه حفاظتي وسایل نه وو برابر کړي.

ښاغلی جانسن پخپله هم په کروناویروس اخته او په روغتون کې بستري شوی و. همداشان د بریتانیا شهزاده چارلز هم په کروناویروس اخته شوی و، خو اوس دواړو بیرته عادي ژوند ته مخه کړې ده.

د بریتانیا د احصایي ملي اداره وایي ښایي د کروناویروس د مړینو د رسمي شمیرو په پرتله ددغه ویروس په وجه پدې هیواد کې زیات کسان مړه شوي وي.