د بریتانیا شهزاده چارلز د کروناو په ویروس اخته شوی

د برتانیې د تاج او تخت وارث شهزاده چارلز د کرونا ویروس ازموینه مثبته وه.

د دې شهزاده دفتر ویلي چې ۷۱ کلن چارلز د کروناویروس کویډ۱۹ علایم معتدل دي او په سکاتلند کې یې په شاهي ماڼۍ کې ځان قرنطین کړی دی.

د هغه دفتر دا هم ویلي دي چې د شهزاده د میرمنې ۷۲ کلنې کامیلا د کروناویروس ازموینه منفي وه.

همداشان ویل شوي چې: «د هغه روغتیایي حالت ښه دی او د څو تیرو ورځو راهیسې له کوره کار کوي».

په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ازموینه په سکاتلند کې د ملي روغتیایي خدماتو ادارې کړې او «دا نده څرګنده چې شهزاده له چا څخه دغه ویروس اخیستی، خو هغه پدې وروستیو اونیو کې د خپل عام رول په خاطر د یو شمیر خلکو سره لیدلي دي».

د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر په برتانیې کې هم د کروناویروس خپور شوی چې د مارچ تر ۲۴ پورې پدې هیواد کې ۶۷۳۳ کسان پدې ویروس اخته شوي وو او ۳۳۵ کسان یې مړه کړیدي.