بریتانیا په کښتیو کې د ورتلونکو پناه غوښتونکو د شړلو لپاره نوی قانون جوړوي

یو شمېر افغانان او نور کډوال هڅه کوي د فرانسې له بندري ښارونو څخه په غیرقانوني توګه د اوبو له لارې بریتانیا ته واوړي.

د یو نوي قانون له مخې، د بریتانیا حکومت پتېیلې ده چې هغه کډوال به نیسي او په عاجل ډول به یې اخراج کوي چې په غیرقانوني توګه په کوچنیو کښتیو کې دغه هېواد ته ننوځي.

ټاکل شوې ده چې ددې قانون لایحه د بریتانیا د محافظه کار حکومت له خوا د سه شنبې په ورځ مارچ اوومه (کب ۱۶) وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغانان او نور کډوال هڅه کوي د فرانسې له بندري ښارونو څخه په غیرقانوني توګه د اوبو له لارې بریتانیا ته واوړي.

له اروپا څخه د جلا کېدو (برکزیټ) وروسته بریتانیا ژمنه وکړه چې د خپلو پولو امنیت به سختوي، خو له دې سره سره رسمي شمېرې ښيي چې په تېر یو کال کې په بې ساري ډول ۴۵زره کډوال زیاتره په وړو کښتیو کې په غیرقانوني توګه دغه هېواد ته تللي دي. دې کار د صدراعظم ریشي سوناک پر حکومت فشار زیات کړی چې د مخنیوي دپاره یې لارې چارې ولټوي.

ډېلي مېل ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په نوي قانون کې بریتانیا ته له غیرقانوني لارو د ورغلیو پناه غوښتونکو د توقیف او "هر څومره ژر چې په مناسب ډول ممکن وي" د شړلو تدابیر په پام کې نیول شوي دي.

د ورځپاڼې د راپور په اساس، په نوي قانون کې د هغو کډوالو پناه غوښتنه نه منل کیږي چې په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته ننوځي.بریتانیا په پام کې لري چې ځینې دغه کډوال روانډا ته ولیږي. د بریتانیا او روانډا تر منځ په دې اړه تېر کال موافقه شوې خو د ځینو قانوني ستونزو له امله تر اوسه نه ده عملي شوې.

بریتانیا ته په غیرقانوني توګه تلونکو کډوالو باندې به همدارنګه دغه هېواد ته د ستنېدو دایمي بندیز لګول کیږي.د کورنیو چارو وزیرې سویلا برورمن د یکشنبې په ورځ ددې نوي لایحې دفاع وکړه او ټینګار یې وکړ چې بریتانیا باید د غیرقانوني کډوالو "د کښتیو مخه ونیسي."

نوموړې د بریتانیا د سن ورځپاڼې ته وویل: "که تاسو په غیرقانوني توګه دلته راشئ نو توقیف به شئ او په چټکۍ سره به اخراج شئ. زموږ قوانین به ددې خلکو دپاره ساده او روښانه وي. بریتانیا ته د تللو یوازنۍ لار به قانوني او خوندي لار وي."

په عین وخت کې د شمالي ایرلنډ لپاره د دولت وزیر کریس هیټن هاریس ویلي چې د فرانسې او بریتانیا تر منځ د مانش په کانال کې د مهاجرینو د بهیر د مخنیوي په تدابیرو کې "له اروپایي هیوادونو سره روانې مناسبې خبرې اترې شاملې دي" چې ډاډ ترلاسه شي پناه غوښتونکي په هغه هېواد کې وساتل شي چې په اول قدم کې په خوندي توګه ور رسیږي.

صدراعظم سوناک له راتلونکو عمومي ټاکنو وړاندې بریتانیا ته د غیرقانوني مهاجرو د کښتیو مخنیوی د خپلې انتخاباتي مبارزې مهم ټکی ګرځولی دی. خو په نظرپوښتنو کې د هغه مخالف کارګر ګوند وړاندې دی.