د داعش بریټانوي غړي د امریکایانو په برمته کیدو او وژلو اقرار وکړ

عکس ارشیف

یوه بریټانوي تبعې د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲ (وږې یولسمه) د امریکا پلازمینې واشنګټن ډي سي ته نږدې په یوې فدرالي محکمه کې اعتراف وکړ چې د امریکایانو د ځورونې، د باج اخیستلو لپاره د برمته کیدو او د هغوی د سرونو د پرې کولو په برخه کې یې د داعش په طرحه کې رهبري ونډه درلوده.

الکساندا انون کوټې چې ۳۷ کاله عمر لري د امریکا په یوې محکمه کې په ټولو اتو تورونو مجرم وپيژندل شو. په دې تورونو کې له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کلونو پورې برمته کول او وژل او داعش ډلې ته د توکو مهیا کول هم شامل دي.

هغه د څلورو برمته شویو امریکایانو خبریال جیمز فولي، خبریال ستیفن ساتلوف او د بشري مرستو د کارکوونکي تیټبر کاسینګ او همدارنګه کایلي مولر په وژلو او د یوه جاپاني ‌او اروپايي په برمته کیدو کې په لاس لرلو اعتراف وکړ.

الکساندا انون کوټي او بل کس الشافي الشیخ تیر کال د محاکمه کیدو په هدف امریکا متحده ایالتونو ته راوستل شول، امریکا بریټانیا ته اطمینان ورکړی چې هیڅ یو به د اعدام له سزا سره نه مخ کیږي.

ټاکل شویده الشیخ په جنوري میاشت کې محاکمه شي. دریم کس چې محمد اموازي نومیږي او په جهادي جان مشهور وو، په دوه زره و ۲۰۱۵ کال کې د بې پیلوته الوتکې په برید کې ووژل شو. څلورم کس په ترکیه کې په زندان کې شپې او ورځې تیروي.

د محکمې د حکم پر اساس مجرم باید له مشروطې ازادۍ پرته حد اقل ټول عمر زنداني شي. له ۱۵ کلونو وروسته به نوموړی پر دې شرایطو برابر وي چې بریټانیا ته ولیږدول شي څو له احتمالي تورونو سره مخ شي.

د محکمې د حکم پر اساس نوموړی باید له چارواکو سره همکاري وکړي او د اسلامي دولت له ډلې سره د کار په وخت کې پوښتنو ته ځوابونه ووایي. خو هغه اړ ندی چې د الشیخ د محاکمې پرمهال شهادت ورکړي.

د محکمې حکم همدارنګه نوموړی اړباسي چې د متضررو کورنیو د غوښتنې په صورت کې له هغوی سره وګوري.

کوټي وویل، هغه سوریې ته سفر وکړ څو د بشارالاسد د ځواکونو په وړاندې په نظامي جګړه کې برخه واخلي او بالاخره یې د اسلامي دولت د ډلې له مشر ابوبکر البغدادي څخه بیعت وکړ.

نوموړي وویل:"زه منم چې زه به د یوه سخت دریځې په توګه چې افراطي نظریات لرم وپيژندل شم."

کوټي اقرار وکړ چې دفولي او نورو غربي افرادو د برمته کولو په برخه کې یې د (نیولو او برمته کیدو) په عملیاتو کې برخه درلوده.

کوټي او الشیخ په ۲۰۱۸ کال کې ترکیې ته د تیښتې پرمهال د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو له خوا چې د امریکا ملاتړ ورسره وو په سوریه کې ونیول شول.

د څلورو قرباني شویو افرادو د کورنۍ غړي هم د پنجشنبې په ورځ د محکمې مخې ته ولاړ وو. هغوی به د مارچ په ۴ په رسمي ډول د کوټي د بندي کیدو پرمهال د خبرو کولو فرصت ولري.