ولې بریتانیا د کروناویروس زرګونه معاینات امریکا ته استولي؟

بریتانیا د خپلو اوسیدونکو د کووید۱۹ د تشخیص په زرګونو نمونې د امریکا متحده ایلاتو ته لیږلي چې نتیجه یې معلومه شي.

د سنډی تیلګراف ورځپانې رپوټ ورکړی چې تیره اونۍ د بریتانیا د اوسیدونکو د کروناویروس ۵۰ زره نمونې په یو ځانګړي پرواز کې د امریکا متحده ایالاتو ته استولي تر څو تشخیص شي چې دغه کسان په کووید۱۹ اخته دي او که نه.

د بریتانیا د کورجوړولو، ټولنیزو چارو او محلي حکومتدارۍ وزیر رابرت جینریک، نن د می په ۱۰ (غوایي ۲۱) سکای نیوز ته وویل چې: "زمونږ یو لابراتوار ستونزه درلوده او مونږ د احتمالي پلان په اساس یو شمیر معاینات د تشخیص لپاره متحده ایالاتو ته واستول."

هغه وویل چې دغه اقدام ددې هیواد د روغتیا وزارت د طرحې په اساس شوی چې دمخه پلان شوې وه.

بریتانیا وروسته له هغې چې د معاینو د ورو ترسره کولو په وجه تر انتقاد لاندې راغله د اپریل د میاشتې په پای کې یې د ورځې ۱۰۰ زره معاینو د تشخیص کولو هڅه پیل کړه، خو د دومره شمیر معاینو ترسره کول ستونزې درلودې.

بریتانیا تر اوسه په کروناویروس باندې د ۲۱۵۲۶۰ تنو د اخته کیدو او ددې ویروس په وجه د ۳۱۵۸۷ تنو د مړینې خبر ورکړی دی چې دې شمیر په نړیواله کچه د امریکا وروسته دا هیواد په دوهم کتار کې درولی دی.

د امریکا متحده ایالات د څه دپاسه یو میلیون او ۳۰۹ زره اخته کسانو او ۷۸۷۹۴ تنو په مړینې سره د کروناویروس د خپریدو له درکه د نړیوال جدول په سر کې دی.

کروناویروس لومړی ځل تیر کال د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې رامنځ ته شوه او له هغه ځایه ټولې نړۍ ته خپره او په وبا بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د یکشنبې د ورځې می ۱۰ (غوایي ۲۱) تر سهاره په نړۍ کې څه دپاسه څلور میلیونه کسان په کووید۱۹ اخته شوي او تر اوسه نژدې ۲۸۰ زره تنه مړه شوي دي.