بریتانیا د هرمز په تنگي کې خپلو کښتیو ته خبرداری ورکړی

د ایران د سپاه پاسداران له لورې د یوې بریتانوۍ بېړۍ د توقیف کولو وروسته د بریتانیا دولت خپلو ټولو اړوند کښتیو ته ویلي چې "په موقتي توگه" د هرمز تنگي ته له نږدې کیدو ډډه وکړي.

د بریتانیا د حکومت یو ویاند د شنبې په ورځ (جولای ٢٠) د سپاه پاسداران له لورې ددې هیواد کښتۍ توقیفول "د نه منلو وړ" اقدام گڼلی دی.

هغه وویل: "مونږ د ایران د نه منلو وړ چلند په هکله چې د تگ راتگ د نړیوالې ازادۍ پر وړاندې یې په څرگنده گواښ رامنځ ته کړی، سخت اندیښمن یو".

د جمعې په ورځ (جولای ١٩) سپاه پاسداران اعلان وکړ چې دغه کښتۍ یې "د سمندري قوانینو نه د سرغړونې" په دلیل توقیف کړې ده. د ایراني مقاماتو په وینا دغه بیړۍ او ټوله عمله یې بندر عباس ته انتقال شوي دي. ویل شوي دي چې ددغه بېړۍ عمله ٢٣ تنه دي.

ددغې پیښې په غبرگون کې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي چې د بریتانیا سره به د سپاه پاسداران له لورې د بېړۍ د توقیفولو په هکله خبرې وکړي.

ښاغلي ټرمپ یو ځل بیا د ایران سره د ٢٠١٥ کال په اټومي موافقې انتقاد وکړ او وویل چې ایران "پرته له سرخوږي بل څه ندی".

له دې سره جوخت بریتانوي مقاماتو ویلي چې پدغه هیواد پورې یوه بله مربوطه بیړۍ هم د جمعې په ورځ د لنډ وخت لپاره د ایراني قواو له خوا درول شوی وه، خو اوس بریته ازاده شوې.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنت، ویلي دي چې د ایران له لورې ددغو بیړیو توقیفول "د منلو وړ ندي" ، خو ښاغلي هنت ټینگار وکړ چې بریتانیا نه غواړي د ایران په وړاندې له پوځي قوې نه کار واخلي او ټینگار یې وکړ چې دغه مسله د دپلوماتیکو لارو حل کیدای شي.

د ایران او بریتانیا اړیکې پدې وروستیو اونیو کې په ځانگړې توگه وروسته له هغې کړکیچنې شوې چې بریتانیا یوه ایرانۍ بېړۍ ودوله. له هغې وروسته د ایران مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌یي خبرداری ورکړ چې د بریتانیا "خباثتونه به بې ځوابه پاته نشي".