۱۴۰۰ کال کې هېڅ ادارې ته امتیازي معاشات نه ورکول کیږي ـ مالیې وزارت

د افغانستان ولسي جرګې یو ځل بیا د ملکي مامورینو او امنیتي سرتیرو د معاشاتو پر لوړېدو ټینګار کړی دی

د افغانستان د مالیې وزرات وايي، په ۱۴۰۰ مالي کال کې به هیڅ ډول ادارې ته امتیازي معاشات نه ورکول کیږي.

د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي نن چهارشنبه جنورۍ ۱۳( مرغومې ۲۴) ویلي چې ټول معاشات به د انډول په نظر کې نیولو سره د افغانستان د ملکي خدمتونو د قانون په اساس ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړې: "د حکومت د رهبرۍ د پرېکړې په اساس په دغه کال کې به هیڅ نوعه امتیازي معاشات هیڅ ادارې ته نه ورکول کیږي، ټول معاشات به ددې لپاره چې انډول پکې په نظر کې نیول شوی وي، د افغانستان د ملي خدمتونو د قانون په اساس ورکول کیږي، هغه قانون به پر ټولو ملکي بستونو باندې عملي کیږي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسي جرګې یو ځل بیا د ملکي مامورینو او امنیتي سرتیرو د معاشاتو پر لوړېدو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر او یو شمېر وکیلانو همدارنګه د ۱۴۰۰ کال په مالي بودیجه کې رامنځته شوي ځانګړي واحدونه د قانون خلاف بللي او وايي چې باید لغوه شي.

ولسي جرګې روانه میاشت د ۱۴۰۰ کال بودیجه طرحه د ځینو لاملونو له امله رد کړه.

خو د افغانستان مالیې وزارت روانه اونۍ تر بیا کتنې وروسته افغان کابینې ته ولېږله چې د هغوی تر تائید وروسته یې دوهمه مسوده د ۲۰ میلیارد افغانیو په زیاتېدو سره د تصویب په هدف د دوهم ځل لپاره ولسي جرګې ته ولېږله.

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ۴۷۳میلیارد افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې چې ۳۱۱ میلیارد یې عادي او ۱۶۱ میلیارد یې پراختیايي بودیجه ده.

د افغانستان مالیې وزارت هیله ښودلې چې ولسي جرګه د ۱۴۰۰ کال بودیجې طرحه حالاتو ته په کتو تصویب کړي، خو معلومه نه ده چې ولسي جرګه به څه پرېکړه وکړي.