ننګرهار کې د کوکنارو د کر د مخنیوی لپاره سربندونه او کانالونه جوړ شوي

Your browser doesn’t support HTML5

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د ننګرهار کرنې ریاست وايي تېر کال یې ددغه ولایت په ولسوالیو کې دوه ویشت لوی او واړه سربندونه او کانالونه اباد کړي چې یونیم سل ملیون افغانۍ لګښت پرې شوی او دا پروژې یې تر ډېره د کوکنارو کښت د لمنځه وړلو لپاره پلې کړې دي.

په همدې حال کې د کلیو پراختیا اداره وايي د روان لمریز کال په اوږدو کې به د ننګرهار په کچه تر شپږ سوه رغنیزې پروژې پلې کړي چې ډېرې به یې د کوکنارو د بدیل لپاره وي.

خو کروندګر وايي حکومت ورته هغسې پروژې نه دي پلې کړي چې ګټه یې راسآ کروندګرو ته ورسېږي، وايي تخمونه یې په وخت ن ور سېږي او سره هم پرې په بیه خرڅېږي.

سږنی کال ننګرهار کې د کوکنارو کښت د تېر په پرتله له نمايي راکم شوی دی خو کروندګر وايي چې ددغه کښت د بدیل لپاره پروژې نه دي ورکړل شوې.