برما: امریکایي چارواکي د شخړې سیمې ته نه پریږدو

ملګري ملتونه وایي شاوخوا څلور سوه زره روهینګایي مسلمانان کډه کیدو ته مجبوره شویدي.

په برما کې چارواکي وایي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال پټریک مرفي ته به اجازه ورنکړي چې هغه سیمې ته ولاړ شي چې د روهینګایي مسلمانانو سره تشدد شوی.

خو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ښاغلی مرفي به د برما د چارواکو سره په ملاقات کې نه یوازې د روهینګیایي مسلمانانو سره د تشدد په هکله د واشنګټن اندیښنه څرګنده کړي بلکې په چارواکو به فشار راوړي چې د جګړې سیمې ته د بشري مرستو انتقال دې پوره اجازه ورکړي.

بل پلو بیا د برما د برما د حکومت د بهرنیو چارو سلاکار ټن موانګ د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال به د جګپوړو چارواکو سره د ملاقات تر څنګ د رخاین د ایالت د والي سره وګوري خو د همدې ایالات شمال ته بیا د تګ اجازه نه ورکول کیږي. د روهینګیايي مسلمانانو سره تشدد هم په شمال کې شوی.

د تشدد او د برما د حکومت د نظامي عملیاتو له وجې شاوخوا څلور سوه زره روهینګیايي مسلمانان کډه کیدو ته مجبوره شوي چې اکثریت یې بنګلادیش ته تللي دي. ملګرو ملتونو ویلي دي چې د روهینګیایي مسلمانانو قضیه "په زور د خپلې سیمې نه د یو قوم ایستلو" تر ټولو ښه نمونه یاده کړې.

سره لدې چې حکومت پدې ټینګار کوي چې د جګړې سیمې ته یې د خیریه مؤسسو د تګ مخه نده نیولې خو د بشري حقونو څارونکي او پخپله روهینګیایي مسلمانان بیا وایي چې پوځ او بودایي ملیشو یې کورونه سوځولي او مجبوره کړي یې دي چې کډه وکړي.