هند کې د مسافر وړونکي بس په ټکر کې ۱۳ تنه وژل شوي

ډیری وژل شوي کسان د موسیقۍ ډلې غړي و چې د مومبای ښار ته په یو نندارتون کې د ګډون لپاره روان و.

په هند کې پولیس وایي یو مسافر وړونکی بس چې د موسیقۍ یوې ډلې غړي پکې سپاره و، د دې هیواد په لویدیځ کې د لویې لارې څخه اوښتې او لاندې کندې ته لویدلی.

پولیسو شنبه اپریل ۱۵ (وري ۲۶) ویلي چې په پیښې کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ژوبل شویدي.

پولیس وایي په بس کې ډیر سپاره کسان د یوې موسیقۍ د ډلې غړي و چې د پونې ښار څخه مومبای ته په یو نندارتون کې د ګډون لپاره روان و.

تر اوسه د بس چپه کیدو علت معلوم ندی او پولیسو ویلي چې د پیښې په هکله یې پلټنې پیل کړي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې په پیښه کې ډیر وژل شوي کسان د موسیقۍ ډلې غړي و او ژوبل شوي کسان چې ځیني یې ښه کاري ټپي شوي، روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په پیښه خفګان ښودلی او په پیښه کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د کورنیو غړیو سره یې د نغدو پیسو مرستو ژمنه کړې.

د هند په سړکونو کې د موټرو ټکرونو دا ډول پیښې ډیرې کیږي. د موټر چلوونکو بې باکي، د سړکونو خراب وضعیت او زاړه موټر د ټکرونو مهم عوامل بلل کیږي.

پولیس وایي په هند کې د موټرو د ټکرونو له کبله هر کال ۱۱۰ زره کسان وژل کیږي.

د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په میاشت کې هم یو بس موټر چې د هندو مذهب د مراسمو ګډون کوونکې پکې سپاره و، د هند په جنوب کې د سړک نه واوښت او لږ تر لږه ۵۵ کسان پکې ووژل شول.

په ۲۰۱۲ کال کې د هند د حکومت په یو راپور کې ویل شوي وو چې هرکال د اورګاډو د چپه کېدو په پېښو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۵۰۰۰ کسان مري چې تر ډېره یې علت زاړه وسایل او د کارکوونکو ستړیا وي.

د هند د اورګاډو د چپه کېدو تر ټولو بده پېښه په ۲۰۰۸ کال کې وشوه چې یو اورګاډی د باغمټي په سیند کې وغورځېده او ۸۰۰ کسان په کې مړه شول.