له پخو خوړو نه ډډه، د سرطان ناروغۍ درملنې نوې لار 

محمد طاهر نوریان په خپل شخصي کتابتون کې

د سرطاني ناروغیو یوه بې سارې درملنه، ډاکټر محمد طاهر نوریان چې څلور نیمې لسیزې یې د سرطاني ناروغیو په اړه څېړنې کړي دي وايي د هغو توکو خوړل چې حرارت یې لیدلی وي د سرطان او نورو ناروغیو لامل کېږي.

ښاغلی نوریان چې اوس مهال یې د هغه په وینا د ډېر شمېر سرطاني ناروغانو علاج کړې دی وايي، که هر څوک خپل غذايي سیستم سم کړي هېڅکله به ناروغ نه شي.

نوریان د امریکا غږ سره په مرکې کې وویل: "هر ډول خوړو ته چې په دیګ کې تودوخه ورکړل شي، ټول ویټامینونه یې له منځه ځي. ښه دا ده چې خواړه په طبیعي ډول وخوړل شي."

  • د خامو خوړو خوړونکی

طاهر نویان له شلو کلونو را پدېخوا پاخه شوي خواړه نه دي خوړلي، د هغه په وینا مېوې، ترکاري او د بېلابېلو شنو بوټو د یوه ترکیب نه جوړ توکي (پولي ویتامین) یې خواړه دي او غوښه هم نه خوري.

  • د سرطاني ناروغیو ډاکټر

ښاغلی نوریان وايي چې په تېرو کلونو کې یې د سرطان ناروغۍ د ګن شمېر ناروغانو درملنه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې ځینې ناروغان ورته د لویديځو هېوادونو هم مراجعه کړې او د ده درملنې ورته ګټه رسولې ده: "د سرطان ناروغۍ د ناروغانو درملنه کوم، هغه ناروغان چې ډاکټران یې جواب کړي بیا ما ته راځي. زما درملنه څو برخې لري: طبي بوټي، د اوبو څښل، ورزش او رواني درملنه په کې شامل ده."

ښاغلی نوریان اوس مهال په کابل ښار کې ژوند کوي او په جرمني ژبې کې یې تر لیسانس کچې پورې زده کړې کړي دي.

یو شمېر د سرطان ناروغۍ ناروغان چې ډاکټر نویان ته یې مراجعه کړې ده، داسې درملنه ګټوره بولي.

محمد طاهر د کولمو سرطان له کبله دوه ځله په پاکستان کې جراحي شوی دی، خو د هغه په وینا لا یې هم درملنه نه‌ده شوې.

هغه زیاته کړه: "کله چې ډاکټرانو د رد ځواب راکړ د استاد (طاهر نوریان) درملنه مې پیل کړه، اوس مهال مې صحت په بشپر توګه ښه دی."

سرطان مرګونې ناروغۍ ده او د رپوټونو پر اساس، په یوه کال کې د ۱۵زرو نه تر ۲۰زرو پورې ناروغان په افغانستان او ۸ میلیونه کسان په ټولې نړۍ کې له منځه وړي.

ډاکټران تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې د دې ناروغۍ بشپړه درملنه وکړي.