غزې کې د اوربند لپاره نړیوالې غوښتنې ډیرې شوي خو اسرائیل وایي حماس له منځه وړي

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د روانې جګړې بندیدو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې داسې مهال ډیرې شوي چې اسرائیل ژمنه کړې تر هغې به جګړه روانه وي تر څو یې د حماس ډله له منځه نه وي وړي.

بریتانیې او جرمني چې په اسرائیل د حماس برید څخه وروسته یې د اسرائیل سره خپل ملاتړ څرګند کړی و، تازه یې په غزې کې د اوربند غوښتنه کړې.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ کیمرون او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایرباک په یوې ګډې مقالې کې چې د بریتانیې سنډې ټایمز په ورځپاڼې کې یکشنبه ډسمبر ۱۷ (لیندۍ۲۶) خپره شوې، په غزې کې د "ثابت پاتې کیدونکي اوربند" غوښتنه شوې.

د مقالې په یوې برخې کې لیکل شوي، " که د اسرائیل په عملیاتو کې د فلسطینیانو سره په سوله ایزه توګه د ګډ موجودیت امکان له منځه ولاړ شي، اسرائیل به دا جګړه ونه ګټي".

د دوي تر څنګ د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا هم چې د یکشنبې په ورځ اسرائیل ته تللې وه، په سمدستي توګه د اوربند غوښتنه یې وکړله.

د فرانسې دې جګپوړې دیپلوماتې وویل چې د اوربند هدف باید د "ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدل، غزې ته په زیاته پیمانه د مرستندویه موادو رسول او د روانې ستونزې سیاسي حل په لور ګام اخیستل وي".

میرمن کولونا دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د همدې تیرې چارشنبې په ورځ د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت یو مامور د اسرائیل په هوایي برید کې ووژل شو.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې برید د رفح په سیمې کې شوی چې ګڼ شمیر ملکیان هم پکې وژل شوي. وزارت دا برید غندلي او پدې هکله یې د اسرائیلي چارواکو څخه د وضاحت غوښتنه کړې.

د غزې په جګړې کې د ډیر شیمر ملکیانو وژل کیدو له کبله په اسرائیل فشار ډیر شوی. آن د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن تیره اوونۍ خبرداری ورکړی و چې په زیات شمیر ملکیانو وژل کیدو له کبله ښایي اسرائیل نړیوال ملاتړ له لاسه ورکړي.

جو بایډن د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۲ مې صدراعظم بنیامین نتنیاهو په عام ډول وغنده.

د امریکا مشر په یو خبري کنفرانس کې وویل، " "موږ اسرائیل ته دا روښانه کړې، او دوی خبر دي چې ... د بې ګناه فلسطینیانو خوندیتوب لاهم یوه لویه اندیښنه ده. نو، هغه اقدامات چې دوی یې ترسره کوي باید د هر هغه ممکنه هڅې سره مطابقت ولري چې د بې ګناه فلسطینی ملکي وګړو د ټپي کیدو، وژل کیدو، مړینې، ورکیدو او داسې نورو څخه مخنیوی وشي."

په عین حال کې د ترکیې یوې دیپلوماتیکي سرچینې مطبوعاتو ته ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د یکشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې له واشنګټن غوښتي چې په غزې او لویدیځه غاړه کې د بریدونو بندیدو لپاره دې په اسرائیل د خپل نفوذ څخه کار واخلي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس هم ویلي چې اسرائیل په غزې کې د "ترهګرۍ" تاکتیکونو څخه کار اخلي.

دا فشارونه داسې مهال ډیریږي چې د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو یو ځل بیا ټینګار کړی چې د حماس پر ضد جګړه به یې تر هغې وخته روانه وي تر څو "فتح" تر لاسه شوې نه وي.

هغه ویلي یوازینۍ لار چې د حماس ډله به ټول یرغمل شوي کسان پریږدي، دا ده چې پر ضد یې نظامي عملیات وشي.

حماس د اکټوبر په ۷ مې په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ، لږ تر لږه ۱۲ سوه کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې برمته کړل. د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې بیا د غزې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، تر دې دمه نږدې ۱۹ زره کسان وژل شوی چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي.