سیاسي ګوندونو په پاکستان کې انتخاباتي غونډې پیل کړلې

د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شریف ګوند دوشنبه جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۵) پداسې حال کې په رسمي توګه د راتلونکو عمومي انتخاباتو لپاره غونډې پیل کړلې چې کارپوهان او د عمران خان تحریک انصاف ګوند د پاکستان په چارواکو تور لګولی چې پدې انتخاباتو کې د ټګۍ برګۍ کولو نیت لري.

ښاغلی شریف درې دورې د پاکستان صدراعظمي کړې او پلان لري چې د څلورمې دورې لپاره دا مقام وګټي.

د نواز شریف لور، مریم نواز چې د ګوند چارې تنظیموي د دوشنبې په ورځ د پنجاب ولایت د اوکاړا ښار ته تللې وه چې په رسمي توګه انتخاباتي مبارزه پیل کړي. هغې د رایې ورکوونکو څخه وغوښتل چې د پاکستان مسلم لیګ کاندیدانو ته رایې ورکړي او یو ځل بیا دا ګوند واک ته ورسوي.

د پاکستان مسلم لیګ – نواز ګوند دې غونډې څخه چې ډیره تمه یې کیده یوه اوونې وړاندې سترې محکمې د دې هیواد په محکوم شویو سیاستوالو د ټول عمر لپاره د دولتي مقام لرلو بندیز لیرې کړ او پدې سره ښاغلي شریف ته شرایط برابر شول چې په انتخاباتو کې برخه واخلي او بیا صدراعظم شي.

د سترې محکمې لخوا د جنوري میاشتې اتمې نیټې پریکړې له کبله د ښاغلي شریف له مخې وروستی خنډ هم لیرې شو. هغه کولی شي چې پارلمان ته ځان کاندید او ممکن د څلورمې دورې لپاره د پاکستان صدراعظم شي.

نواز شریف په ۲۰۱۷ کال کې وروسته تر هغه له صدراعظمۍ استعفا وکړه چې سترې محکمې د فساد یوې قضیې کې مجرم وباله.

کارپوهان چې د پاکستان انتخاباتو په هکله معلومات لري وایي احتمال شته چې پدې انتخاباتو کې به د مسلم لیګ – نواز ګوند ډیرې څوکۍ وګټي او تر انتخاباتو وروسته به نوی حکومت جوړ کړي.

د نواز شریف ګوند داسې مهال په رسمي توګه انتخاباتي مبارزې پیل کوي چې په پاکستان کې چارواکو د مخکني صدراعظم عمران خان او د هغه د پاکستان تحریک انصاف ګوند ګڼ شمیر غړیو د کاندید کیدو پاڼې رد کړیدي.

په تازه اقدام کې د پاکستان سترې محکمې تیره ورځ د خپلواک کمیسیون هغه پریکړه تائید کړه چې له مخې یې د مخکني صدراعظم عمران خان ګوند کاندیدان د فبروري میاشتې اتمې نیټې انتخاباتو کې د بیټ څخه د انتخاباتي نښان په توګه کار نشي اخیستی.

د عمران خان پاکستان تحریک انصاف ګوند د سترې محکمې دا پریکړه غندلې او وایي د دې لپاره شوې چې دا ګوند ونشي کړی د راتلونکې میاشتې په عمومي انتخاباتو کې برخه واخلي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي و چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند خپلمنځي انتخاباتو کې د ګډوډیو له کبله یې دې ګوند ته د نښان په توګه د بیټ نه ورکولو پریکړه کړې وه چې دې ګوند وروسته سترې محکمې ته عریضه وکړله.

د پاکستان خلق ګوند چې مشري یې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بلاول بهټو زرداري کوي، هم یې د پارلماني انتخاباتو لپاره مبارزه ګړندۍ کړې.

داسې شک دی چې پخواني صدراعظم نواز شریف چې تیر کال د اکټوبر په میاشت کې په لندن کې د جلا وطنۍ څخه هیواد ته ستون شو، د پوځ ملاتړ یې تر لاسه کړی او له همدې کبله د رشوت خورۍ او فساد په ټولو قضیو کې پاک اعلان شو.