د ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم‌لیکنه پیل شوه

په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوملیکنې بهیر نن د شنبې په ورځ په رسمي ډول پیل شو.

د افغانستان د ټاکنوخپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن (مې ۲۶) په همدې مناسبت جوړې شوې خبري غونډې ته وویل، د نوم‌لیکنې دا بهیر د جوزا په ۵مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲مې نیټې پورې دوام کوي.

ښاغلي صیاد وویل "د قانون مطابق، هغه چاته چې په راتلونکو ټاکنو کې ځان کاندیدوي، هغوی ته د کمیسیون له خوا په مرکز او ټولو ولایتونو کې پوره امادګي نیول شوې ده، هغوی ته فورمې ورکول کیږي، ترڅو دغه فورمې ډکې او بیرته کمیسیون ته یې وسپاري".

د ټاکنو کمیسیون رئیس له نوماندانو څخه وغوښتل، چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال له زور او قوت څخه کار وانخلي او د یو عادي افغان په توګه د قانون پر بنسټ خپل ټاکنیز کمپاین ته دوام ورکړي "له فساد او درغلۍ څخه دې ډډه وکړي، د تذکرو پلورل او اخیستلو څخه ډډه وکړي او همدارنګه هیوادوالو ته زمینه برابره کړي، ترڅو په ټاکنو کې په یوه ارامه فضا کې ګډون وکړي".

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوماندانو د نوم‌لیکنې لپاره په هر ولایت کې درې تنه مامورین ګمارلي دي.

د دغه کمیسیون د مهال ویش له مخې د نوماندانو د اسنادو د پلټنې وروسته به لومړنی لیست ترتیب او د ارزونې لپاره به د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته واستول کیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له ارزونو وروسته به د نوماندانو وروستی لیست ترتیب او بیرته د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د میزان ۲۸ مه نیټه ټاکلې ده.

د دغو ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم‌لیکنې بهیر د حمل میاشتې په ۲۵مه نیټه پیل شوی، چې تر اوسه نږدې درې میلیونه او ۲۳ زره کسانو په کې نوم‌لیکنه کړې او دا لړۍ لا هم دوام لري.