د ننګرهار خوګیاڼو کې موټر بم ځانمرګی برید شوی

عکس (ارشیف)

چارواکي وایي، موټر بم چاودنه نن یکشنه فبرورۍ اوومه (سلواغې ۱۹) سهار پنځه نیمې بجې د خوګیاڼو ولسوالۍ چمتلې سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته شوې.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا په دغه موټر بم چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، بریدګر په کرولا موټر کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه موټر بم په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د خوګیاڼو په ځینو سیمو کې طالبان حاکم دي.

څو ورځې مخکې په ګاونډ شېرزادو ولسوالۍ کې هم ځانمرګی موټر بم برید شوی و چې د عامه نظم څوارلس سرتیري پکې وژل شوي وو.

د شېرزاد ولسوالۍ د موټر بم چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی و.

د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت مقام ویلي چې د ملي امنیت ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو غړی له یو میل کلاشینکوف سره نیولی دی.

کابل ښار کې ماین چاودنې دوه کسان ټپیان کړي

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه نن یکشنبه فبرورۍ اوومه( سلواغې ۱۹) سهار څه باندې ۸ بجې د نهمې حوزې اړوند «څلورم مکروریان» کې پر یو هایلکس موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي او روغتون ته انتقال شوي دي.

تیره ورځ هم په کابل کې دوو ماین چاودنو له امله درې تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شول.

د دغه چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.