په کندهار کې موټر بمب برید شوی او ۱۲ پولیس ټپيان شوي

عکس(ارشیف) ارغنداب ولسوالي

امنیتي چارواکي وايي نن شنبه فبروري ۱۳ (سلواغې ۲۵) د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز د موټر بم ځانمرګي برید له کبله ۱۲ تنه پولیس ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا چاودنه د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک سیمه کې نن سهار اته بجې شوې او غږ یې تر ډېرو لیرو سیمو هم اورېدل شوی دی.

په یاده سیمه کې له تیرو دوو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ جګړې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي چې ځانمرګی موټر بم هدف له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا په نښه شوی دی.

خو نوموړي زیاته کړې چې په دغه په دغه موټر بم چاودنه کې ۱۲ پولیس ټپيان شوي دي.

تر دې مخکې د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي امریکا غږ ته ویلي و چې په ارغنداب ولسوالۍ کې د پولیسو پر یو مرکز د هاموي ټانک چاودنه کې اووه پولیس ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "نن سهار ۸ بجې د کوهک د مکتب پر امنیتي پوسته چې د پوليسو وه د هاموي ټانګ په وسیله ځانمرګی برید شوی د لومړنیو معلوماتو پر اساس ۷ پوليس پدې حادثه کې ټپیان شوي، خو په سیمه کې زموږ نور قوتونه هم موجود دي د هغوی له لوري ټپي پوليس روغتون ته انتقال شوي او په سیمه کې نظامي عملیات دوام لري."

د کندهار یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې په پېښه کې څلور پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي.

سرچیني زیاته کړه چې کوهک سیمه تازه د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې وه او د پولیسو یاد مرکز يې د مکتب په سیمه کې د امنیت ساتلو لپاره جوړ شوی وو.

ارغنداب د کندهار په نا امنه ولسوالیو اوښتې چې ګډ افغان ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ په وسله والو طالبانو هوايي بریدنه هم کړي.

د افغانستان دفاع وزارت نن شنبه په یوې اعلامیې ویلي چې تیره شپه یې د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پرمهال ۱۸ وسله وال طالبان وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

طالبانو تر دامهاله د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د تازه جګړو په اړه تبصره نه ده کړې.

د یو بل خبر له مخې د افغانستان په ختیځ کې د کونړ ولایت په «چپه دره» ولسوالۍ کې دوه سیمه ییز پولیس په ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا پېښه بېګا شپه دوولس بجې هغه مهال شوې چې د محلي پولیسو د یو ټولي قوماندان له نورو عسکرو سره په ګزمه بوخت و.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان امریکا غږ ته وویل چې په دغه چاودنه کې د محلي پولیسو د ټولي قوماندان فیروز او د هغه یو بل عسکر وژل شوی او دوه محلي پولیس ټپیان دي.

د کونړ تر څنګ د ننګرهار مرکز جلال اباد کې بیا د محبس اړوند پر رنجر موټر چاودنې درې کسان ټپیان کړي دي.

تر دا مهاله د دغه درې واړو پېښو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.