پکتیا کې پر ولسي پاڅونوالو موټر بم برید شوی

عکس (ارشیف)

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې پر ولسي پاڅونوالو د موټر بم بريد په نتيجه کې څلورو پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران نن دوشنبه نومبر ۲ (لړم ۱۲) امريکاغږ ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د ګردېز – زرمت سړک په اوږدو کې د ولسي قرارګاه ته نږدې چې د دغه سړک د جوړوونکي شرکت څخه ساتنه کوي، شوی دی.

هغه وويل چې موټر بم قرارګاه ته تر رسېدو مخکې په نښه او چاودلی دی چې په نتيجه کې يې دوه پاڅونوال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده او طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو طالبانو تر دا مهاله په دې هکله څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم د ګردېز - زرمت د سړک د جوړوونکي شرکت پر کاريګرو بمي چاودنې يو کارګر وژلی او درې نور ټپيان کړي وو.

دا موټر بم برید پر داسې مهال کیږي چې د چارواکو په وینا په دې وروستیو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت نن دوشنبه په هلمند ولایت کې د هوايي برید په ترڅ کې د ۸ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو د هلمند د هوايي برید په اړه هم تبصره نه ده کړې.