کندهار میوند ولسوالۍ کې موټربم برید شپږ پولیس وژلي

د کندهار د میوند ولسوالۍ کې دا ځانمرګی برید نن سهار شاوخوا پنځه بجې شوی.

د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي نن د جمعې د ورځې سهار شاوخوا پنځه بجې د کندهار د میوند ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ یو ځانمرګی موټر بم برید وشو چې له امله یې ۶ پوليس وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

په ټپي شویو پوليسو کې د میوند ولسوالۍ د سیمه ییزو پوليسو قومندان څارمن حاجي اکا هم شامل دی.

د میوند ولسوالۍ امنیه قومندان او د کندهار د لویديځو څلورو ولسوالیو اپراتیفي ریس سمونوال سلطان محمد امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې ځانمرګی برید د یوه نظامي حاموي زرهې موټر په وسیله شوی.

نوموړی زیاته وي چې برید کونوکي د ولسوالۍ په دوهمه دروازه کې چاودنه کړې چې له کبله يې د امنیه قومندانۍ ودانۍ نړیدلې او د سیمې نږدې کورونو ته يې هم مالي زیان رسولی.

سمونوال سلطان محمد وویل "چاودنه ډېره زوروره وه، تر ۳ زره کلیو پوري چاودیدونکي مواد په نوی ماډل پټ حامووي ټانګ کې ځای پر ځای شوي وو،برید کوونکی په لمړی دروازه کې پيژندل شوی او پیره دارانو ورباندې ډزې کړي خو برید ګر په دوهمه دروازه کې چاودنه وکړه چې زموږ ۶ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور مو تپیان دي".

خو د کندهار د پوليسو یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې په پېښه کې ۸ تنه پوليس وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

میوند ولسوالۍ د کندهار له لویو او نا امنیه ولسوالیو څخه ده چې د هلمند له شمالي ولسوالیو سره ګډه پوله لري.

د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري په ځانمرګو بریدونو کې د نظامي وسایطو د ا ستعمال دا دریمه پېښه ده چې په کندهار کې رامنځ ته کیږي.

سمونوال سلطان محمد امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د هلمند او ارزګان ولایتونو په جګړوکې دا وسایط د دولت وسله والو مخالفینو لاس ته لویدلي، چې اوس وسله وال مخالفان ورڅخه په ځانمرګو بریدونو کې کار اخلي.

تر اوسه کومې دلې د میوند ولسوالۍ د برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.