هلمند د ګرشک په ځانمرګي برید کې پنځه پولیس ټپیان شوي

د افغان ځواکونو پر مرکزونو د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي، چې له امنله یې افغان ځواکونو تلفات زیات شوي دي.

د هلمند ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ کې په یو ځانمرګي برید کې چې د یو سراچه ډوله موټر په واسطه ترسره شوی، پنځه پولیس ټپیان شوي دي.

د چارواکو د وینا له مخې نن د پنجشنبې د ورځې ( غبرګولی ۱۰ مه)شاوخوا ۹:۳۰ بجې یو ځانمرګي بریدګر د ګرشک د ولسوالۍ په لومړي قرول کې د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې د مالي زیان سربیره پنځه تنه پولیس ټپیان شوي هم دي.

د ګرشک امنیه قومندان اسماعیل خپلواک اشنا رادیو ته وويل، چې د بریدګر موتړ پوليسو له وړاندي پيژندلی وو او د دریدو پرمهال يې پرې ډزي وکړې، چې د ډزو پر مهال چاودنه رامنځ ته شوه.

د ګرشک ولسوال سلیم خان رودي اشنا رادیوته وويل، چې په پېښه کې ۵ تنه پوليس ټپیان شوي او بل چاته زیان ندی رسیدلی.

د ګرشک ولسوالۍ د ولسوال دفتر ، امنیه قومندانی او د ملي امنیت ادارې ودانۍ ټولې یو د بل په خواته کې پرتې دي .

د ګرشک ولسوالي د کندهار – هرات پر لویه لار پرته ده او هلمند د ولایت له مرکز د لښکرګاه له ښار څخه په شمال کې ۱۰۰ کلیو مټره لرې پرته ده، چې د دغه ولایت له نسبتآ ارامو ولسوالیو څخه شمیرل کیږي.