قالینو صادرونکي: بانکي ستونزو او د اوکراین جګړې قالینو صادرات تر۴۰ فیصدو کم کړي

د قالینو د تولیدکوونکو او صادرونکو ټولنه وايي، چې د افغانستان پر بانکونو محدودیتونو او د اوکراین جګړې د دغه هیواد د قالینو په صادراتو ناوړه اغیزه کړې او تر ۴۰ فیصدو پورې یې د قالینو صادرات کم کړي دي.

ددغې ټولنې فني مرستیال قربان علي جمشیدزاده د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم ۸) امریکا غږ ته وویل، چې دغو ستونزو د قالینو په صادراتو ناوړه اغیزه کړې او د تیرکال پرتله اروپايي هیوادونو کې د افغانستان د قالینو لپاره تقاضا کمه ده.

ښاغلي جمشیدزاده وویل: "دقیق شمیر یې راسره نشته خو د اوکراین د مشکلاتو له امله د اروپايي ټولنې په بازارونو یې اغیز کړې د یورو بیه د ډالر په وړاندې راټیټه شوې اکثرو مشتریانو چې د قالینو د تولید سفارشونه یې ورکړي و خپل سفارشونه کم کړي بنآ د صادراتو په برخه کې ویلی شم، چې د ۳۰ او ۴۰ فیصدو ترمنځ زمونږ صادرات کم شوي دي".

هغه وویل، چې د بانکي ستونزو له امله افغان سوداګر دې ته اړ شوي، چې د قالینو صادرات لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه نورو هیوادونو ته صادر کړي، چې پاکستاني سوداګر هم اکثره دا قالینې د پاکستاني قالینو په نوم بهر ته صادروي.

ښاغلي جمشیدي وویل: "په امریکا، کاناډا او ایټالیا کې اکثرو مشتریانو ته چې مونږ ورته قالینې استوو مونږ ته وايي، چې د بانک له لارې تاسو ته پیسې نشو استولی تاسو که چیرې د پاکستان له لارې صادرات وکړئ مونږ د پاکستان له لارې کولی شو پیسې درولیږو. افغانستان ته د بانک له لارې زمونږ بانکونه پیسې نشي استولی او ددې پرته مونږ د حوالې له لارې پیسې نشو درته استولی".

د قالینو د تولیدکوونکو او صادرونکو د ټولنې مرستیال وايي، چې که څه هم پاکستان کې تر پنځوس فیصدو پورې د قالینو سوداګر افغانان دي چې په پیښور او لاهور کې ګودامونه او دکانونه لري، خو ددې سره سره له پاکستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان قالینې د پاکستاني قالینو په نوم صادریږي.

خو ښاغلی جمشیدزاده وايي، که دا قالینې د پاکستان په نوم هم صادرې شي، په بهرنیو هیوادونو کې د قالینو سوداګر افغانستان کې د تولید شوو قالینو د بڼې او تولید سره اشنا دي.

ښاغلی جمشیدزاده وویل: "نورو هیوادونو ته د پاکستان په نوم صادریږي خو د افغانستان قالینې سوداګر د افغانستان د قالینو په نوم پلوري او د قالینو نړیوال مارکیټونه هم په بشبړ دول د افغانستان قالینې پیژني که پاکستاني یا هم ایراني سوداګر یې وپلوري فرق نه کوي".

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د معلوماتو له مخې تیر ۱۴۰۰ لمریز کال کې افغانستان څخه بهر ته ۹۲۰ زره مترمربع قالینې صادرې شوې وې، چې زیاته برخه یې لومړی پاکستان او متحده عربي اماراتو او بیا له هغه ځایه امریکا، کاناډا، ځینو اروپايي هیوادونو، استرالیا او چین ته صادرې شوې وې.

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد امریکا غږ ته وویل، چې د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۰۰ زره متر مربع قالینې بهرته صادرې شوي دي.

ښاغلي جواد وویل: "د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې درې سوه زره متر مربع قالینې مختلفو هیوادونو ته د پاکستان او متحده عربي اماراتو له لارې صادرې شوي دي او دا لړۍ لا روانه ده".

د قالینو صنعت په افغانستان کې د ډیرې اوږدې مودې راهیسې په ځانګړي ډول ددغه هیواد په شمال، لویدیځ او مرکزي ولایتونو کې دوام لري، چې په تیرو دریو لیسزو کې ددغو ولایتونو سربیره کابل او د ننګرهار په ولایتونو کې هم خلکو دغه صنعت ته مخه کړې او ډیرې کورنۍ د قالینو د اوبدلو له لارې خپلو کورنیو ته روزي ګټي.

د قالینو د تولیدکوونکو او صادرونکو ټولنې د معلوماتو له مخې افغانستان کې یو اعشاریه دوه میلیونه خلک چې ۸۰ فیصده یې ښځې دي په دې صعنت کې کار کوي.