ناټو د لوګر هوايي برید کې د افغان پولیسو د تلفاتو پلټنه کوي

سیمه اییز چارواکي وايي په برید کې ولسي خلک هم وژل شوي دي

په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي پر طالبانو د هغه هوايي برید په اړه پلټنه کوي چې په کې د لږ تر لږه نهو افغان پولیسو د وژل کېدو ادعا هم شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي دي چې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې نهه پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت یو ویاند مارتن اوډونیل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې هغوی د افغان امنیتي ځواکونو په غوښتنې پر طالبانو هوايي برید کړی دی.

د لوګر چارواکي وايي په ازره ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حملو او د بهرنیو ځواکونو په هوايي بريد کې د دوو ملکيانو په ګډون ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

د لوګر د امنيه قوماندان وياند شاهپور احمدزي امريکاغږ ته وويل چې وسله والو طالبانو له پرون راهيسې د ازرې ولسوالۍ پر ودانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو د درنو او سپکو وسلو بريدونه پيل کړي چې لاهم جګړه دوام لري.

شاهپور احمدزي د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو د لوګر د ولايتي شورا يوه غړي عبدالولي وکيل امريکا غږ ته وويل چې پر دوو امنيتي پوستو د بهرنیو ځواکونو په هوايي بريد کې ۱۲ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه چې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې هم اته نور سيمه ييز پوليس او دوه ملکيان وژل شو دي.

د ازرې ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي خوشحال حسن امريکاغږ ته وويل چې په دغو نښتو کې ۱۲ سيمه ييز پوليس ټپيان شوي هم دي او دغه راز د ۱۰ وژل شويو طالبانو مړي په سيمه کې پاتې شوي دي.

په همدې حال کې وسله والو طالبانو ويلي چې په ازره ولسوالۍ کې يې د تېرې شپې په بريدونو کې ۱۹ سيمه ييز پوليس وژلي او ۶ تنه يې ژوندي نيولي دي.

د يو بل خبر له مخې د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزی وايي چې د دې ولايت په محمداغه او خروار ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې تر ۱۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.