تخار کې د طالبانو بریدونه؛ ۲۵ افغان نظامیان وژل شوي

د تخار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو په تازه بریدونو کې افغان ځواکونو او طالب جنګیالیو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د تخار د والي ویاند جواد هجري د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۱مه (تلې ۳۰) امریکا غږ ته وویل چې تیره شپه د دغه ولایت په خواجه غار او بهارک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه زیاته کړه: "د قومندانۍ د امنیت د امر په ګډون په مجموع کې د امنیتي ځواکونو ۲۵تنو ته تلفات اوښتي. د مخالفینو ډلې ته هم تلفات اوښتي. لومړني راپورونه چې موږ ته رسېدلي د دښمن ۱۶ تنه وژل شوي چې په کې د هغوی لوړپوړي قوماندانان هم شامل دي".

د تخار د والي ویاند وویل چې د دغه ولایت د پولیسو د امنیت امر راز محمد دوراندیش له امنیتي ځواکونو سره د مرستې لپاره د بهارک ولسوالۍ د "مسجد سفید" سیمې ته تللی و او له طالبانو سره په جګړه کې له خپلو او تنو پولیس سرتیرو سره یوځای ووژل شو.

خو د تخار د ولایتي روغتون رئیس قیوم حیرت امریکا غږ ته وویل چې د افغان نظامیانو ۳۴ جسدونه او اته ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

د تخار د والي ویاند زیاته کړه چې اوس د دغه ولایت امنیتي وضعیت ښه دی، خو د کوکچې د سیند د پورې غاړې ولسوالیو کې لا هم د طالبانو ګواښونه شته دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په تخار کې د تازه جګړو په اړه تبصره نه ده کړې.