افغان حکومت وايي اوربند روان دی؛ طالبانو نوي بریدونه کړي

طالبانو او افغان حکومت په اختر کې اوربند اعلان کړ

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د کوچني اختر د لومړیو درې ورځو تر پای ته رسېدو وروسته د وسله والو طالبانو لخوا د ځینو خال ـ خال بریدونو سره سره په هیواد کې اوربند روان دی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن جمعه مې ۲۹(غبرګولې۹) ویلي چې د راتلونکو پېښو مخنیوي لپاره اوربند همغږۍ او زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.

خو ښاغلي فیصل زیاته کړې چې د تلپاتې اوربند ټینګېدو په اړه هڅې روانې دي.

هغه پر خپل ټوېټر لیکلي:"کوم اوربند چې د اختر په ورځو کې پيل شوی و، د خال ـ خال بریدونو د راپورنو سره سره دوام لري."

د ملي امنیت شورا پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغانستان دفاع وزارت تیره شپه د پکتیا ولایت په ډنډي پټان ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې د ۱۴ سرحدي سرتیرو د وژل کېدو راپور ورکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې د ورځې ناوخته وویل چې د اوربند د نیټې د پای ته رسیدلو یوه ورځ وروسته هم د دغې ډلې وسله والو پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی.

وسله والو طالبانو د تیر کوچني اختر په شپه د اختر په لومړیو درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې وروسته ولسمشر غني هم افغان ځواکونو د اوربند ټینګېدو سپارښتنه وکړه.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند په پراخه کچه وستایل شو او ګڼو هیوادنو او بنسټونو د یاد اوربند پر غځېدو ټینګار وکړ.