تاجیکستان: د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې ترهګرې ډلې قوي شوي

د مرکزي آسیا د پنځو هیوادونو مشرانو په افغانستان کې د جګړې د ډېرېدو او په جګړې کې د طالبانو د پرمختګ په هکله خبرداری ورکړی.

د تاجکستان، ازبیکستان، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزسان مشرانو دغه اندیښنه نن جمعه اګست ۶(زمري ۱۵) د ترکمنستان د آوازه په په ښار کې په یوې غونډې کې څرګنده کړې.

په غونډې کې د تاجکستان جمهور رئیس اما علي رحمان وویل چې د افغانستان سره ټوله ګډه پوله یې اوس د طالبانو په لاس کې ده.

هغه زیاته کړه، "یو شمیر ترهګرې ډلې په فعاله توګه پدې سیمو کې خپل مرکزونه قوي کوي. "ښاغلي رحمان دا ونه ویل چې دا ترهګرې ډلې کومې دي.

نوموړي ونه ویل چې دا ترهګرې ډلې کومې ډلې دي او مشخصآ په افغانستان کې د طالبانو تر کنترول لاندې په کومو سیمو کې قوي‌ شوي دي.

افغانستان سره سرحد کې پوځي تمرینات

د مرکزي آسیا دا هیوادونه په ګاونډي افغانستان کې د وضعیت په هکله پداسې حال کې اندیښنه ښیي چې ها خوا روسیه د تاجکستان او ازبکستان سره په ګډه د افغانستان پولې سره نږدې نظامي تمرینات کوي.

ټاکل شوې چې دا تمرینات بله اوونۍ پای ته ورسیږي. د روسیې د پوځ لوی درستیز والري ګراسیموف د دې تمریناتو د ارزیابۍ لپاره ازبکستان ته تللی.

ښاغلي ګراسیموف د ازبکستان د پوځ د لوی درستیز سره په ملاقات کې وویل چې نظامي تمرینات د "ترهګرو د ګواښونو مخه نیول دي"او زیاته یې کړه چې روسیه به په سیمه کې د وسلو اکمالات لا ډیر کاندي.
روسیه پداسې حال کې د افغانستان پولې سره نږدې د مرکزي آسیا د هیوادونو سره ګډ نظامي تمرینات کوي چې ټاکل شوې ټول بهرني ځواکونه په یو څو اوونیو کې له افغانستان څخه ووځي.

د روسیې د پوځ د لوی درستیز په ګډون ګڼ شمیر روسي چارواکي په "بیړه"د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو په وتلو انتقاد کړی.

د طالبانو او القاعده روابط

د منځنۍ اسیا هېوادونو مشران داسې مهال په افغانستان کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ترهګرو ډلو د قوي کېدو په اړه اندېښنه ښيی چې افغان چارواکو په وار وار ویلي دي چې طالبان له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

د امریکا د متحدو ایالتونو په سنا کې د جمهوري ‌غوښتونکو لوړ پوړي چارواکي سناتور مچ مک‌کانل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي‌ چېښایي د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې طالبان او د القاعدې شبکه بریالي شي.

نوموړي تېره ورځ د سنا مجلس ته په وینا کې خبرداری ورکړ که طالبان واک ته ورسیږي، امریکایان به مصون نه وي. ښاغلي مک‌کانل په دې باور دی چې د طالبانو په واکمن کیدو سره به القاعده په افغانستان کې یو ځل بیا امن پناه ځای پیدا کوي او د جهادیانو یو نوی نسل به په نړۍ کې له القاعدې څخه الهام اخلي.

تر دې مخکې ولسمشر غني په یو نړیوال کنفرانس کې وویل چې د نړۍ د یو شمېر ترهګرو ډلو ۱۰۰۰۰ جنګیالي د طالبانو په ننګ افغانستان ته داخل شوي دي.

افغان چارواکي وايي طالبان لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري. د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې هم ویل شوي چې القاعده د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې فعاله ده او له طالبانو سره نژدې اړیکې لري.

د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د قطر د تړون یوه مهمه برخه دا ده چې طالبان به له القاعده ډلې سره اړیکې پرې کوي. افغان چارواکي وايي طالبانو دا کار نه دی کړی.