د پخواني شوروي اتحاد د منځنۍ اسیا هیوادونه د څو لسیزو زورواکۍ سره سره ناڅاپه د سیاسي ناکرارۍ سره مخامخ شوي دي.
د روان کال د پیل راهیسې د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو څخه په دریو هیوادونو کې مظاهرې په مرګوني تاوتریخوالي واوښتل چې ددې جملې څخه قزاقستان چې پراخ او بډایه دي، د تیلو د بیې د لوړیدو په وجه ډیر سخت ولړزید.
په ټولو دغو هیوادونو کې اعتراضونه په زور چوپ کړای شول او مخابراتي اړیکې غوڅې شوې.
خو کارپوهان اوس دا پوښتنه مطرح کوي چې ایا ددې سیمې زورواکه رژیمونه به د اوکراین د جګړې په نتیجه کې د رامنځته شوي مخ په ودې اقتصادي او ټولنیز فشار باوجود د خلکو ځپلو ته دوام ورکړای شي او که نه.
د بریتانیا د متحده شاهي خدماتو د انستیتوت غړي رفایلو پنتوچي د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې: «مستبدین هومره هم په خپل چاپیریال واکمن ندي لکه څنګه چې اټکل کیږي». دغه اقتصاد پوه تیره میاشت په یوه څیړنه کې د منځنۍ اسیا هیوادونه د انفلاسیون اړوند ناکراریو په وجه د سخت خطر سره مخامخ ګڼلي دي.
دا پداسې حال کې دي چې خود جوشه مظاهرې د ناداره هیواد قرغزستان په ګډون ددغه سیمې په ټولو هیوادونو کې غیر قانوني ګڼل کیږي. حتي په ترکمنستان کې چې مطلق العنان واکمن قربانقلي بردیمحمدوف د مارچ په میاشت کې خپل زوی سردار پر خپل ځای وټاکه، هلته هم د حکومت د مخالفو رسنیو په وینا د غذایي توکیو د بیو د لوړیدو په وجه کوچنۍ مطاهرې شوې دي.
بیساری تاوتریخوالی
د منځنۍ اسیا پنځه هیوادونه چې د کډ فرهنګ، په وچه کې د ایسارې جغرافیې او د پخواني شوروي اتحاد د سابقې په وجه مشترکات لري ټول د سیاسي تحولاتو او سخت انفلاسیون سره مخامخ دي.
په قراقستان کې د کال په پیل کې د بیساري تاوتریخوالي په نتیجه کې ۲۳۸ کسان مړه شول او اوږدمهاله دیکتاتور نورسلطان نظربایف په ۲۰۱۹ کې له ولسمشرۍ ګوښه شو خو بیا هم د ستر نفوذ لرونکي په توګه پاته شو.
په تاجیکستان کې د مۍ د میاشتې راهیسې د بدخشان کوهي په نیمه خودمختاره سیمه کې حکومت د «تروریزم ضد عملیات» په نامه د مخالفینو ځپل پیل کړي دي. په پراخه توګه داسې باور دی چې ددې هیواد ولسمشر امام علي رحمان غواړي د دریو لسیزو واکمنۍ وروسته خپل زوی رستم امامعلي واکمن کړي.
په اوزبیکستان کې شوکت میر ضیایف د دوهمې دورې د واکمنۍ څخه څه کم یو کال دمخه د هیواد اساسي قانون اصلاح کړ چې ددې هیواد په خودمختاره سیمه قرهقالپاقستان کې یې اعتراضونه وزیږول، ځکه ددې سیمې خپلواکي د نویو اصلاحاتو په وجه د ګواښ سره مخامخ شوه او ددې ترڅنګ د جمهوري ریاست دوره له پنځو نه اوو کالو ته وغزول شوه.
د قرغزستان د سیاسي چارو یو کارپوه ایمل دژرایف وایي، د ټولو دغو ناارمیو د لمڅولو پړه مقاماتو په «بهرنیو قوتونو» اچولې ده د هغه په وینا «پداسې حال کې چې د ټولو پیښو لاملونه داخلي وو».
کارپوهان وایي چې پر مسکو باندې د لویدیځ بندیزونه چې په قرغزستان او تاجیکستان کې پراخې پوځي اډې لري او د چین سره د سیمې د مخکښ تجارتي شریک په توګه د روسیې سیالي د منځنۍ اسیا د هیوادونو د حکومتونو بل سرخوږی دی.
خو د ناروې د هیلسنګي کمیټې سیمه ییز استازی ماریوس فوسوم وایي، پداسې حال کې چې اقتصادي او د سیاسي جغرافیه لاملونه سره په ګډه د منځنۍ اسیا د هیوادونو پر ضد دي، د ازادیو نه شتون تر ټولو اساسي ستونزه ده.