عبدالله د افغانستان شمال کې د داعش د اکمالولو ادعاوې رد کړې

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، په شمالي ولایتونو کې د داعش د تمویل او تجهیز په اړه د مسکو د ادعاو په غبرګون کې وایي، چې په دې اړه خپور شوي معلومات بې‌اساسه دي.

په کابل کې د روسیې سفارت ادعا کړې، چې د افغانستان په شمال کې ناپیژنده هلیکوپټرې د داعش ډلې ته وسلې او مهمات برابروي او په وړاندې یې د افغانستان د حکومت او د ناټو ځواکونو له خوا هیڅ ډول غبرګون نه لیدل کیږي.

اجرائیه رئیس عبدالله د دوشنبې په ورځ (وږي ۵) د وزیرانو د شورا په غونډه کې د کوم هیواد د نوم له اخیستلو پرته دغه ادعاوې په کلکه رد کړې او وې ویل "په همدې شپو او ورځو کې موږ واوریدل چې هلیکوپټرې راغلي او داعش یې اکمال کړی دی، دغه څرګندونې چې د هرې انګیزې پر بنسټ شوي وي حقیقت یې دا دی چې هیڅ ډول اساس او بنسټ نه لري".

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، چې افغان حکومت او نړیوال ملګري یې د تروریزم پر ضد مبارزې ته ژمن دي.

هغه په ننګرهار کې د افغانستان لپاره د داعش د ډلې مشر سعد ارهابي وژلو ته په اشارې وویل "زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه یوه شیبه هم د داعش له فعالیتونو څخه غافل نه دي، که په شمال کې دي او که د افغانستان په نورو برخو کې دي".

ښاغلي عبدالله دغه راز په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډې ته، چې ټاکل شوې د همدې کال د سپټمبر په څلورمې نیټې جوړه شي، په اشارې وویل، چې په دې اړه د افغان حکومت دریځ روښانه دی او په دې برخه کې هر ډول اقدامات باید د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

هغه زیاته کړه، چې د افغان حکومت په مالکیت کې د افغانستان د سولې له ټولو هڅو څخه هرکلی کوي "هر کوښښ چې دغه اصل تر پوښتنې لاندې بوځي، د سولې د ټینګولو هدف تر پوښتنې لاندې راځي".

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي.