کابل پولیس اعتراض کوونکو ته: د غیر قانوني کړنو پر وړاندې دریږو

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم نن د جمعې په ورځ ( لیندۍ ۸مه) د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رایو د بیا شمیرلو او تفتش د پریکړې سره د مخالفت لپاره د کابل ښار کې پراخه لاریون پیل کړی دی

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم له خوا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د شاوخوا درې سوه زرو رایو د بیا شمیرلو او تفتش د روان بهیر سره د مخالفت لپاره د دې پیل شوي لاریون له پیل سره سم د کابل پولیسو ویلي، چې د اعتراض کوونکو د هرډول غیر قانوني کړنو پر وړاندې به لاس په کار شي.

نن سهار د کابل د څو برخو څخه لاریون کوونکي د دغه ښار مرکزي برخو ته راووتل او د امنیتي ادارو د منسوبینو د هڅو سره سره، يې چې نه یې غوښتل اعتراض کوونکي د ارګ ماڼۍ سره نږدې د پښتونستان واټ ته لاړ شي، خو بیا هم اعتراض دغه واټ ته په تللو بریالي شو.

د کابل ګارنیزیون د اعتراض کوونکو د لاریون لپاره حضوري چمن په پام کې نیولی وو.

تر دې مهاله دا لاریون په سوله ییز ډول دوام لري، خو د ښار په مرکزي برخه کې د لاریون پر مهال هوايي ډزې اوریدل شوي دي.

تیره شپه د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشرانو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د شاوخوا درې سوو زرو رایو د بیا شمیرلو او تفتش بهیر د بندلو لپاره د جمعې په ورځ د دغه ټیم د پلویانو د لاریون پریکړه وکړه.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز امریکا غږ اشنا راډیو ته د جمعې په ورځ وویل، چې پولیسو د لاریون کوونکو د خوندیتوب لپاره ټول تدابیر نیولي دي.

ښاغلي فرامرز وویل " په ښار کې د اعتراض کوونکو د خوندیتوب لپاره ټول لازم تدابیر نیول شوي دي... او د قانون پر خلاف د هرډول کړنې پر وړاندې به امنیتي ځواکونه د قانون پر اساس چلند وکړي".

د کابل د پولیسو ویاند وویل، چې امنیتي ځواکونو د کابل ښار یو شمیر لارې د امنیتي تدابیرو په ترڅ کې تړلي دي.

هغه له اعتراض کوونکو وغوښتل، چې د کابل ګارنیزیون له خوا، چې ورته کومې لارې او ځایونه د لاریون د حرکت او ټولیدو لپاره ځانګړي شوي عمل وکړي.

کابل ګارنیزیون تیره شپه په یوه اعلامیه کې د ثبات او همپالنې د ټیم له پلویانو وغوښتل، چې د خپل لاریون غونډه دې په حضوري چمن کې جوړه کړي.

خو د ثبات او همپالنې ټیم له خپلو پلویانو غوښتي وو، چې خپله غونډه دې د پښتونستان واټ کې جوړه کړي.

د ثبات او همپالنې په ټکټ کې د جمهوري لومړي مرستیال څوکۍ ته نوماندعنایت الله بابر فرهمند د دغه لاریون وړاندې وویل، چې غواړي د دغه لاریون له لارې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون وغواړي، چې شاوخوا درې سوه زره رایې، چې دغه کمیسیون یې د تیرو څو اونیو راهیسې د بیا شمیرلو بهیر پیل کړی بند او دا رایې باطلې اعلان کړي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیسې میرمن حوا عالم نورستانۍ د پنجشنبې په ورځ ( لیندۍ ۷مه) د دغو رایو د بیا شمیرلو د پریکړې څخه دفاع وکړه او ویې ویل، چې د رایو د بیا شمیرلو بهیر په ۲۶ ولایتونو کې بشپړ شوی دی.

میرمن نور ستانۍ د جمهوري ریاست له نوماندانو وغوښتل، چې په اوو ولایتونو کې چې د هغوی پلویانو د رایو د بیا شمیرلو بهیر مخه نیولې ټاکنو کمیسیون ته اجازه ورکړي، چې دا بهیر په دغو اوو ولایتونو کې هم بشپړ کړي.