عبدالله: د قطر خبرو په اړه هم خوشبیني او هم اندېښنې شته

د افغان حکومت اجرائيه رئیس وايي، په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ روانو خبرو ته هم خوشبیني او هم اندېښنې شته دي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د «کب پر۲۰مه» د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، افغانان د روانو مذاکراتو په اړه هم هیله مندي‌ او هم داچې ځینې برخې خلکو ته روښانه نه دي اندېښنه لري.

ښاغلي عبدالله وویل چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د روانو خبرو یوه برخه د افغان حکومت، افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ مذاکراتو ته زمینه برابرول دي.

نوموړي زیاته کړه:"د افغانستان خلک له یوې خوا هیله مند او له بل اړخه چې د روانو خبرو ځینې اړخونه تر اوسه ورته روښانه نه دي خپلې اندېښنې لري."

د هغه په خبره که چیرې د افغان حکومت، افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره شي د «افغانستان د اسلامي جمهوریت» له نظام څخه باید دفاع وشي او معامله ورباندې ونشي.

د طالب استازو او افغان سیاسیونو ترمنځ د مسکو وروستۍ غونډه چې افغان حکومت پکې ګډون نه و کړی

اجرائیه رئیس وویل، که په دې برخه کې ځینې مسايل له پامه وغورځول شي سوله نشي رامنځته کېدلی.

هغه وویل:"که چېرې ان شاءالله زمینه برابره شي، دولت او نورې ټولې سیاسي ډلې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له نظام څخه د دفاع ګډ مسؤلیت لر، ځکه دا د افغانستان د خلکو یوه ګډه لاسته راوړنه ده."

نوموړي د سولې په روانو کې خبرو کې د طالبانو پر نیت یو ډول شک څرګند کړ او زیاته یې کړه که طالبان یو ځل بیا د تېر په څېر پر خپل موقف ودریږي چې په افغانستان کې تروریستان نشته دا نه د افغانستان خلک او نه هم نړیوال مني.

عبدالله پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د تېرې فبرورۍ میاشتې له ۲۶ مې نېټې په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د پنځم پړاو مذاکراتو بشپړه جزئیات رسنیو ته نه دي راوتلي.

د مارچ پر ۶مه د امریکا بهرنیو چار وزارت ویاند رابرټ پالادینو په دوحه کې د روانو مذاکراتو په اړه ویلي و چې د دغه خبرو تمرکز پر څلورو مسلو دی چې دواړه خواوې هڅه کوي په اړه یې یوې موافقې ورسېږي.

نوموړي ویلي و چې دا څلور مسايل د تروریزم پر ضد هڅې، بین الافغاني خبرې، د امریکايي ځواکونو وتل او اوربند مسلي دي.

دا په قطر کې د امریکايي‌ او طالب استازو ترمنځ پنځم پړواو مذاکرات دي

خو طالبانو بیا تېره جمعه وویل چې په دوحه کې پر دوو مسلو چې یو د بهرنیو ځواکونو وتل او بل دا چې افغان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي مذاکرات کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داودزي هم روانه میاشت وویل چې افغانان په قطر کې د بندو دروازو تر شا د روانو خبرو په اړه اندېښنه لري.

طالبان: قطر کې د سولې خبرو پر خارجي «اړخ» مذاکرات روان دي

داودزی: قطر کې د بندو دروازو تر شا خبرې افغانانو ته د اندېښنې وړ دي

امریکايي جنرال: غني له طالبانو سره زموږ له خبرو ملاتړ کوي

افغان چاوراکي پر داسې مهال په قطر کې د روانو مذاکراتو په اړه اندېښنه لري چې روانه میاشت د امریکا د ټولو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ مشر جوزف ووټل ویلي و چې د قطر مذاکراتو جریان له ولسمشر محمد اشرف غني سره شریک کېږي او زیاته کړې وه چې ښاغلی غني له دغو مذاکراتو ملاتړ کوي.