عبدالله د ناکراریو پړه پر پاکستان واچوله

عبدالله عبدالله وویل اوس ټولې نړۍ ته جوته ده چې په افغانستان کې د ناامنۍ تر شاه د چا لاس دی.

په داسې حال کې چې د افغان حکومت اجرائیه مشر په کندز د طالبانو بریدونه د یوې لویې توطئیې برخه ګڼي وایي، طالبانو د پاکستان په ملاتړ په افغانستان کې د ناامنۍ ټغر پراخ کړی دی.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا ته د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د خپل ګډون په باب معلومات ورکړل او وویل چې هلته یې له بېلا بېلو نړیوالو استازو سره په افغانستان کې د ناامنۍ د پراخېدو په عواملو خبرې کړي دي.

ښاغلي عبدالله وویل"د افغانستان په اصلي وینا کې هم، اصلي مشکل طالبانو او تروریستانو ته زمونږ له هیواد بهر په پاکستان کې پناه ورکړل شوې ده او له هغوی ملاتړ ترسره کیږي او دا ملاتړ ددې سبب شوی چې په افغانستان کې جګړه او ناامني پراخه شي".

عبدالله عبدالله وویل اوس ټولې نړۍ ته جوته ده چې په افغانستان کې د ناامنۍ تر شاه د چا لاس دی.

هغه وویل اوس نړیوالو سره په دې برخه کې پاخه شواهد او اسناد شته دی.

کندز

اجرائيه رئيس د طالبانو په لاس د کندز د ښار سقوط د یوې لویې توطیې برخه وبلله ویې ویل چې کله هم چې د ملګرو ملتونو عمموي اسمبلۍ غونډې جوړیږي په افغانستان کې دغسې بریدونه ترسره کیږي.

د ښاغلي عبدالله دمخه د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني هم پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي تیره اونۍ همدا خبره کړې وه.

عبدالله عبدالله وویل نن له غرمې مخکې ورته امنیتي منسوبینو ویلي، چې د کندز ډېره برخه یې له طالبانو نېولي دي.

عبدالله عبدالله د ملي یوالي حکومت هم ګرم وباله چې پر کندز یې د طالبانو د بریدونو د خبرتیا سره سره، د هغه لازم مخنیوی ونکړ، خو زیاته یې کړه چې د دغې پېښې عوامل څېړل کیږي.

اجرائيه رئيس وویل چې له دې وروسته به ناامنو ولایتونو شرایطو ته په کتو به په دغوولایتونو کې ولایتي چارواکي ګمارل کیږي.

د ملګرو ملتونو مرکز نیویارک ته د افغان پلاوي په مشرۍ له سفر وروسته د اجرائيه رئیس دا لومړۍ څرګندونې دي.

اجرائيه رئيس وايي، په ملګرو ملتونو کې یې د داعش د پراخېدو په سر هم له نړیوالې ټولنې سره خبرې کړي دي.