عبدالله: مسکو غونډه کې 'دولت محوریت' ته پام وشي

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، چې سیاسي مشران باید د افغان سولې په تړاو د مسکو په غونډه کې د 'دولت محوریت' له پامه و نه غورځوي.

ښاغلي عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د یو شمیر رسنیو له استازو سره خبرې کولې وویل، هغه سیاسي مشران چې د افغانستان د نظام تر سیوري لاندې ژوند کوي، د سولې په څیر په مهمو ملي مسایلو کې باید له حکومت سره خپل سیاسي مخالفتونه څنګ ته پریږدي.

اجرائیه رئيس دمسکو په راتلونکې غونډه کې د یو شمیر افغان سیاسي مشرانو ګډون د هغوی حق وباله او وې ویل "که د دولت محوریت له پامه وغورځوو، یو چتر چې تر لاندې یې د ټولو خلکو دفاع باید وشي، که دا له پامه وغورځوو او په خپله یې نفي کړو... او خلکو ته دا انګیرنه ورکړو، دا به د طالبانو چې پرته له هغې هم ضدي دي او د افغانانو له برخلیک سره یې ضدي چلند کړی دی، د هغوی د لا ضدي کیدو سره به مرسته وکړي، دا ټکی باید له یاده ونباسو".

د افغان سولې په تړاو د مسکو راتلونکې غونډه کې د افغان سیاسي مشرانو ګډون وروسته له هغې غبرګونونه راپارولي دي، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر شیرمحمد عباس ستانکزي په خپله وروستۍ مرکه کې، له افغان حکومت سره د سولې د خبرو پر ځای له سیاسي، مذهبي او د ګوندونو له مشرانو سره په خبرو ټینګار وکړ.

روسي چارواکو ویلي، چې د مسکو غونډه د افغان کډوالو د یوې ټولنې په نوښت جوړیږي او د روسیې حکومت په کې هیڅ ډول رول نه لري.

په دې غونډه کې د طالبانو استازو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول د افغان حکومت شاوخوا شلو سیاسي مخالفانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

طالبانو او پخواني ولسمشر حامد کرزي تائید کړې ده، چې په دې غونډه کې ګډون کوي.

ټاکل شوې چې د مسکو غونډه د سې‌شنبې په ورځ جوړه شي. افغان حکومت په دې غونډه کې له ګډون کولو ډډه کړې او ویلي یې دي، چې دا غونډه د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.