عبدالله: دننه او بهر کې د افغانانو په مالکیت د سولې د هڅو هرکلی کوو

د تلې په ۲۰ مه په دوشنبه کې د شانګای کنفرانس د غړو هیودو د حکومتونو د مشرانو اولسمه غونډه جوړه شوه

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ (تلې ۲۰ مه) د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې د شانګهای د غړو هیوادونو د حکومتونو د مشرانو اولسمې غونډې ته په وینا کې د سیمې هیوادونه تروریزم سره د جګړې په برخه کې ګډو همکاریو ته راوبلل.

اجرائیه رئیس عبدالله وویل " د تل په څیر مونږ پر خپلو سیمه ییزو دوستانو غږ کوو، چې د تروریزم، افراظیت او جدایي طلبانو پر وړاندې جګړه زمونږ ترمنځ نږدې همکارۍ، همغږۍ او ګډو هڅو ته اړتیا لري".

اجرائیه عبدالله وویل، افغانان د تروریزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او د دغې جګړې لپاره ډیره قرباني ورکوي.

د اجرائیه ریاست له خوا د عبدالله عبدالله په خپره شوې وینا کې ښاغلي عبدالله ویلي، چې باید ښه او بد تروریست ترمنځ د توپیر اشتباه ونه شي.

هغه وویل د تروریزم ټولو بڼو ته باید په یوه سترګه وکتل شي.

د افغانستان اجرائیه رئیس همداشان د وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې په پلان هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې د ملي یووالي حکومت به د افغانانو په مالکیت اومشرۍ د سولې هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلي عبدالله وویل " مونږ د افغانستان په دننه او بهر د هرې هغې هڅې، چې د خبرو د بهیر د هڅولو او یا هم د یو اعتبار وړ او د ټولو په ګډون د یو بهیر د رامنځ ته کیدو ملاتړاو هرکلی کوو. خو پر هراړخیزو سلامشورو او د اړخونو ترمنځ د لازمې همغږۍ او همکارۍ، چې د افغانانو مالکیت ته درناوی وکړي ټینګار کوو".

هغه په دې برخه کې د روان میلادي کال په دوبي کې د کابل پروسې کنفرانس یادونه وکړه او ویې ویل، چې د افغان حکومت د سولې پلان څخه نړیواله ټولنه هم ملاتړ کوي.

اجرائیه رئیس عبدالله د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې د شانګهای د غړو هیوادونو د حکومتونو د مشرانو په اولسمه غونډه کې د ګډون لپاره د پنجشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ دغه هیواد ته تللی دی.

افغانستان د شانګهای د غړو هیوادونو په ټولنه کې د ۲۰۱۲ کال راهیسې د څارونکي په توګه ګډون کوي.

دا ټولنه په ۲۰۰۱ کال کې په چین کې جوړه شوه او اوس چین، روسیه، ، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان، هندوستان او پاکستان د دغې ټولنې غړیتوب لري.

د افغانستان سربیره، ایران، بیلاروس او منګولیا هم په دغه ټولنه کې د څارونکو په توګه برخه لري.