عبدالله: لنډمهالی حکومت نه جوړیږي

Dr. Abdullah Presser Kabul

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، اوسنی حکومت، چې د خلکو د رایو پر بنسټ جوړ شوی خپلو چارو ته دوام ورکوي او د لنډمهالي حکومت د جوړولو پلان نه لري.

د افغان حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د لنډمهالي حکومت جوړول د افغانستان تیر څوارلس کلن سیاسي بهیر ویجاړوي، د هغه پر وینا د لنډمهالي حکومت جوړول په پام کې نشته او خلک باید دا تبصرې له ذهنونو څخه وباسي.

اجرائیه رئیس، دا څرکندونې د وزیرانو شورا د دوشنبې ورځې د غونډې له پیلدو مخکې وکړې او و یې ویل "کومې نورې برنامې چې خلک فکر کوي له افغانستان څخه بهر مطرح کیږي او یا په کور دننه مطرح کیږي او بیا په یو ډول افغانستان ته راځي، داسې کوم پلان نشته."

ښاغلي عبدالله خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ملي یووالي حکومت د ولس خدمت ته ژمن دی.

دغه راز، ښاغلي عبدالله پر حکومت د خلکو بې باوري د یوې مهمې ننګونې په توګه یاده کړه او و یې ویل، پر افغانانو تپل شوې ناامنې ددې لامل شوی چې د ولس یوه لویه برخه پر حکومت بې باوره شي.

اجرائیه رئيس د وزیرانو شورا ته وویل، دا د ټولو دولتي مامورینو دنده ده، چې د عملي برنامو په پلي کولو او له خلکو سره په دوامداره اړیکو، د خلکو اعتماد ترلاسه کړي.

هغه وویل "موږ پوهیږو چې زموږ هیواد د اوسني حالت په پرتله څو برابره سختې ورځې شاته پرېښي او نن هم د خلکو ستونزې داسې ستونزې دي چې ټولې یې رسیدا او پاملرنې ته اړتیا لري."

عبدالله عبدالله له افغانستان څخه د ځوانانو تېښتې ته په اشارې وویل، د افغانستان د وضعیت د ښه کیدو لپاره تېښته د حل لار نه ده، ځوانان باید پر خپل ځان باور وکړي.

هغه له حکومتي چارواکو څخه هم وغوښتل چې په ځوانانو کې د باور پیدا کولو لپاره په عملي توګه ثابته کړي چې د وضعیت ښه کیدو ته ژمن دي.