ملګري ملتونه: چاد ته د سوداني کډوالو شمېر دوه برابره زیات شوی

په یوه اونۍ کې ۳۰ زره سودانیان چاد ته کډه شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، په تېره یوه اونۍ کې له سودان څخه چاد ته د کډوالو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.

دغه اداره وايي له ۶۰ زرو زیات سودانیان چاد ته کډه شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. ددغو کډوالو نیمايي په تیره یوه اونۍ کې چاد ته رسېدلي دي.

مرستندویه ډلې د چاد په بوروتا ښارګوټي کې د سودان سرحد ته نږدې د کډوالو په کمپ کې له هغوی سره د مرستو هڅه کوي.

کډوال د لویدیځ دارفور څخه، چې د بې قانونۍ او تاوتریخوالي له امله ځپل شوی، راغلي دي. په دوی کې زیاتره هغه تور پوستکي سودانیان دي چې د توکمیزو عرب وسله والو ډلو لخوا وېرول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په سودان کې د دوو رقیبو پوځي مشرانو د پلویانو تر منځ د تیرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې جګړه روانه ده او ملګرو ملتونو له دغه هېواد څخه په زیات شمېر خلکو د تېښتې خبرداری ورکړی دی.

دا هم ولولئ ملګري‌ ملتونه: د جګړو له کبله ښايي ۸۰۰ زره سودانیان خپل هېواد پرېږدي

یوه سودانۍ کډواله خدیجه اربیب عبدالرحمن وايي: "موږ له کانګا څخه د جګړې له امله راغلي یو. هلته ډېر ترهګر دي. موږ نور څه نه لرو. موږ دلته د خوړو او امنیت لپاره راغلي یو."

بل سودانی کډوال اسحاق بکر وايي:"هغوی د خلکو کورونو ته ننوتل ترڅو پیسې پټې کړي او که تاسو سره پیسې نه وي، نو تاسو له کوره باسي او جنوب ته مو لیږي یا مو وژني. ما دوی لیدلي چې خلک وژني.”

د بوروتا ښاروال توکو بهات وايي، غواړي چې د خپلو مېلمنو په توګه کډوالو ته ښه راغلاست ووايي، خو وسایل او سرچینې نه لري.

نوموړی زیاتوي:"دلته خلک خوراکي توکو او په ځانګړې توګه اوبو ته اړتیا لري. د باران د نه کېدو له امله داوبو کمښت دی. دلته ماشومان هم مرستو ته اړتیا لري."

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره دوی ته مرستې چمتو کوي خو خبرداری ورکوي چې لاهم ډیر څه کول پاتې دي.

ددغې ادارې ویاند ایوجین بیون وايي:"اړتیا ډیره ده، او زموږ ملاتړ د پیسو د کمښت له امله کم شوی دی. موږ د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د دې نوي راغلو خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي."

د چاد باراني موسم پدې میاشت کې پیل کیږي چې د بوروتا په اوږد سړک کې ژورې کندې به له اوبو ډکې کړي، او اټکل کیږي چې دا به د مرستندویه ډلو لاسرسی نور هم ستونزمن کړي.