د امریکا سنا، قاضي کاونا او د جنسي ځورونې مدعي غونډې ته رابللي

په واشنگتن کې د امریکا د سترې محکمې د قاضي د تائیدۍ په لاره کې د جنسي ځورونو د تورونو ادعا سر خبرونو سرټکي جوړ کړي

ډاکتر کرستین بلاسي فورد ادعا کړې چې قاضي کاوینا درې لسیزې وړاندې په ځوانۍ کې هڅه کړې په هغې باندې جنسي تیری وکړي.

ډاکتر فورد چې په کلیفورنیا کې د یوه پوهنتون استاده ده واشنګټن پوست ورځپاڼې ته یې ویلي چې برېټ کاونا او ملګري یې د لیسې په دوره کې یې جنسي ځورولې ده.

د سنا مجلس قضایي کمتیه فیصله کړې ده د راتلونکې دوشنبې نه مخکې قاضي کاونا او ډاکتر کرستین فورد، هغه ښځه چې پر کاونا یې د جنسي ځورونې تور لگولی، دواړه په استماعیه غونډه کې د دې مسلې په اړه د سناتورانو پوښتونو ته ځواب ورکړي.

کاونا او کرستین فورد دواړو ویلي چې دې غونډې ته به راشي.

دا استماعیه غونډه به ټول خلک د تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه وگوري.

که بریت کاونا د امریکا د سترې محکې قاضي تائید شي، ستره محکمه به څو لسیزې د محافظه کارانو په واک کې وي.

خو اوس هغه باید اول د خپل تیر وخت نه دفاع وکړي، ځکه چې داکتر کرستین بلاسي فورد د واشنگټن پوسټ سره په یوې مرکې کې ویلي چې قاضي کاونا په ١٩٨٠ کلونو کې په یوې میلمستیا کې پر هغې د جنسي تیري هڅه کړې ده.

کاونا دا تورونه رد کړي او ویلي چې هغه میلمستیا ته تللی ندی.

دموکراتانو او ځیني جمهوري غوښتونکو د سنا پر قضایې کیمتې غږ کړی چې د کاوانا د تائیدو رایگیري وځنډوي. دموکرات سناتور چک شومر ویلي چې "دا تورونه باید په ډیر دقت وڅیړل شي."

سناتور شومر زیاته کړې "د داکتر کرستین فورد خبرې باید واورو. د هغې له اوریدو پرته رایگیري کول به د امریکایي ښځو توهین وي او دا به د سترې محکمې په حیثیت باندې یو تور داغ وي."

خو په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر بل نظر لري.

یو بل جکپوړی جمهوري غوښتونکی سناتور وایي د دې تورونو په اړه به قضاییه کیمته یوه استماعیه غونډه وکړي. میرمن فورد او کاوانا دواړو ویلي چې دغه استماعیه غونډې ته به په دې موضوع خبرې وکړي.

د کرستین فورد مدافع وکیلې دیبرا کتز ویلي چې استماعیه غونډه باید بې پرې او بشپړ وي.

خو جمهور رئیس ترمپ د امریکا د سترې محکمې دپاره په خپل انتخاب ټینگار کوي. ولسمشر ترمپ په کاوانا باندې لگول شوي تور ته ارزښت ورکړی ندی او ویلي چې کاونا یو له ډیرو ښو خلکو څخه دی چې دی یې پیژني.

په کاونا باندې د جنسي ځورونې د تورونو مسله د قضایي کمیتې جگپوړې دموکراتې سناتورې داین فینستاین هغه مهال جدي کړه چې هغې د دغو تورونو په اړه اسناد د امریکا اف بي اې ته وسپارل.

څیړونکي په دې نظر دي چې که کاونا د سترې محکمې لپاره د قاضي په توگه تائید شي که نشي، د ډاکتر کرستین فورد غږ اوریدل، د سترې محکمې د حیثیت د ساتنې لپاره حتمي دی. ولس هم منتظر دی چې قاضي کاونا د شپږ دریشو کلونو پخوانۍ پیښې څنگه دفاع کوي.