د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې پاکستان افغانستان سره د چمن – سپین بولدک بندر نن د جمعې په ورځ( حمل اول) د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو لپاره پرانیستی دی.
پاکستان د مارچ د روانې میاشتې په دوهمه ورځ د چمن – سپین بولدک بندر په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ناروغۍ د خپریدو د اندیښنو له امله تړلی وو.
د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي د خپل ټویټر په پاڼه د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو پرمخ د دغې لارې د پرانیستلو خبر ورکړی .
ښاغلي قیومي ویلي، چې افغان حکومت هڅه کوي، چې پاکستان سره ټړلي د تورخم اوغلام خان بندرونه هم پرانیځي.
پاکستان تیره اونۍ د کرونا د ویروس د خپریدو د اندیښنو له امله دا دواړه بندرونه هم تړلي دي.
ښاغلي قیومي ویلي " د دغه بندر د پرانیستلو له امله نن شاوخوا ۱۵۰ لارې، چې د اړتیا وړ لومړني توکي په کې بار دي، هیواد ته به راشي. سر له سبا څخه به دا بندر د ټولو صادراتو او وارداتو پرمخ پرانیستل شي او فرضي سرحد هغې غاړې ته بند مالونه به په راتلوونکو څو ورځو کې افغانستان ته راورسیږي".
بندر سپین بولدک به روی واردات و صادرات باز شدپس از صحبت هایم با محترم زاهد نصرالله خان سفیر پاکستان در کابل و محترم عبدالرزاق داوود مشاور نخست وزیر پاکستان در أمور تجارت، صنعت و سرمای گذاری، کشور پاکستان بندر سپین بولدک را برای واردات و صادرات رسماً امروز باز می نماید. pic.twitter.com/373xpQwQZZ
— Dr. Mohammad Humayon Qayoumi (@DrHamayon) March 20, 2020
په ورته وخت کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، چې د کرونا د ویروس د خپریدو د اندیښنو سره سره یې د چمن – سپین بولدک د بندر د بیرته پرانیستلو امر ورکړی دی.
صدراعظم عمران خان ویلي، هیواد یې افغانانو سره مرستې ته ژمن دی او ټینګار یې کړی، چې دا ملاتړ به د بحران په حالت کې هم دوام ومومي.
Despite global pandemic of COVID 19, we remain committed to supporting our Afghan brothers & sisters. I have given instructions to open the Chaman-Spinboldak border & let trucks crossover into Afghanistan. In time of crisis, we remain steadfast with Afghanistan.
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) March 20, 2020
تیره ورځ عبدالله عبدالله، چې ځان یې د ټول شموله حکومت د جمهور رئیس په توګه اعلان کړی د چمن – سپین بولدک د بندر د بیرته خلاصولو له امله د صدراعظم عمران خان څخه مننه کړې وه.
د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې هره ورځ د چمن – سپین بولدک په لاره شاوخوا دیرش زره مسافر تګ راتګ کوي. خو په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، چې دا لار یوازې د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوې او د دواړو هیوادونو د اوسیدونکو د تګ راتګ لپاره لا هم بنده ده.