د چمن او تورخم لارې د افغان مسافرو پر مخ خلاصې شوې

د چمن ـ سپین بولدک دروازه

نن دوشنبه سهار راهيسې اپریل شپږ (وري۱۸) د چمن ـ سپين بولدک لار د افغان مسافرو پر مخ پرانيستل شوې.

افغان سرحدي مقامات وايي چې دا مهال دوی يوازي دوه ډوله مسافرو ته له پاکستان څخه افغانستان ته د راتګ اجازه ور کوي.

يو هغه افغانان چې پاکستان ته په پاسپورټ تللي او دوهم هغه کسان چې افغاني تذکره ولري او تر څنګ يې د کوټي او کراچۍ د روغتونونو د درملنې نسخې ورسره وي.

د سپين بولدک سرحدي کميسار ډګروال شريف غرزي امریکا غږ ته وویل چې تر دا مهاله ۱۰۰ تنه په شرايطو برابر افغانان له چمن څخه سپين بولدک ته داخل شوي دي.

هغه وويل: "روغتيايي ټيمونه مو په کلکه څارنه کوي او موږ د پاسپورټ او تذکرې لرونکو کسانو ته چې د ډاکتر نسخه او درمل ورسره وي را پرېږدو او حتا هغه کسان چې د چين او يا بل هيواد څخه راغلي وي او الوتکي يې په پاکستان کې ناسته کړې وي هم د راتګ اجازه نه ور کوو."

د کندهار چارواکي وايي چې دغه تدابير يې د کروناويروس د مخنيوي لپاره نيولي.

بلي خواته لويه اندېښنه هغو افغان کاريګرو ته ده چې ممکن د کرونا په ويروس به ککړ وي او له ايران څخه د قبايلي سيمو له لاري چمن ته رسېدلي دي.

خو سرحدي مقامات وايي چې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي لپاره یې ځانګړي تدابير نيولي او دغه کسان تر اوسه افغانستان ته نه دي داخل شوي.

دغه راز د سپين بولدک سرحدي کميسار وويل چې لاهم پاکستاني لوري د ترانزيت مالونو پر مخ لار تړلې.

پاکستان روانه اونۍ اعلان وکړ چې د بشري خواخوږۍ له مخې د چمن او تورخم لارې د هغو افغانانو پر مخ خلاصوي چې دا مهال په پاکستان کې بند پاتي دي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل هم ویلي چې یادې لارې به یوازې د درې ورځو لپاره یو طرفه خلاصوي تر څو افغانان خپل هیواد ته ستانه شي.

پر همدې مهال د ننګرهار ولایت چارواکو هم خبر ور کړ چې نن سهار ۷:۳۰ د تورخم دروزاه هم د درې ورځو لپاره د افغان مسافرو پر مخ خلاصه شوه چې ټول مسافر به په تورخم ښارګوټې کې قرنطین شي.