د مالیې وزارت وايي، چې د چمن – سپین بولدک له لارې نن د شنبې د ورځې سهار اته بجې ( وري ۲مه) د پاکستان څخه افغانستان ته د سوداګریزو توکو واردات پیل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د چمن - سپین بولدک د لارې د خلاصیدو وروسته په لومړیو دوو ساعتونو کې د دغه بندر له لارې په خوراکي توکو بار پنځوس لارۍ افغانستان ته اوړیدلي دي.
ښاغلي مسجدي ویلي " تر دم ګړی په خوراکي توکو بار ۵۰ لارۍ افغانستان ته واردې شوي، او دا لړی دوام لري. د معلوماتو په اساس د ډیورنډ فرضي کرښې هغې خوا ته په چمن کې د افغان سوداګرو تقریباً ۲۰۰۰ لارۍ ولاړې دي. په لومړیو کې به خوراکي توکي طې مراحل شي او بیا به نور توکي هم ګمرک شي".
تر دم ګړی ۵۰ لاری خوراکي توکي را وارد شوي، او دا لړی دوام لري. د معلوماتو په اساس د ډیورنډ فرضي کرښې هغې خوا ته په چمن کې د أفغان سوداګرو تقریباً ۲۰۰۰ لاری توکي ولاړ دي. په لومړیو کې به خوراکي توکي طی مراحل شي او بیا به نور توکي هم ګمرک شي.
— Shamroz Khan Masjidi شمروز خان مسجدی (@shamrozkhan3) March 21, 2020
د پاکستان حکومت د مارچ د روانې میاشتې په دوهمه ورځ په دغه هیواد کې د کرونا د ویروس د خپریدو د مخنیوي د هڅو په لړ کې د چمن – سپین بولدک دروازه وتړله.
خو وړمه ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان د سوداګرۍ لپاره د دغې لار د بیرته پرانیستلو امر ورکړ.
ښاغلي خان په خپل ټویټر پاڼه لیکلي " د کرونا ویروس د نړیوالې وبا د خپریدو د ګواښ سره سره مونږ د خپلو افغان ورونو او خویندو سره د مرستې لپاره پوره اراده لرو او د هغوی سره په څنګ کې ولاړ یو. ما د چمن – سپین بولدک د سرحد د پرانیستلو او افغانستان ته د لاریو د داخلیدو اجازه ورکړې ده".
کرونا (COVID-19) جیسی عالمی وبا پھوٹنے کےباوجود ہم اپنے افغان بھائیوں/بہنوں کی مدد کیلئے پوری طرح یکسو اور پرعزم ہیں۔ میں نے چمن-سپین بولدک سرحد کھولتے ہوئے ٹرکوں کو افغانستان میں داخلے کی اجازت دینے کی ہدایات دی ہیں۔ بحرانی کیفیت میں ہم پوری ثابت قدمی سے افغانستان کے ساتھ ہیں۔
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) March 20, 2020
ښاغلي خان ویلي دي، چې بحراني وضعیت کې به هم د افغانانو ترڅنګ ودریږي.
که څه هم چمن - سپین بولدک د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوی، خو د دواړو هیوادونو د خلکو د تګ راتګ پر مخ لا هم تړلی دی.
پاکستان د چمن – سپین بولدک سربیره د تورخم او د غلام خان لارې هم د کرونا ویروس د خپریدو د اندیښنو له امله تړلي دي.
افغان حکومت وايي چې د منځنۍ اسیا دریو هیوادونو څخه یې هم د اړتیا وړ توکو واردیدل په عادي بڼه دوام لري.