فاطمه ګیلاني: د طالبانو سره دې خبرو ته لاره پرانیستل شي

فاطمه ګیلاني

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې پخوانۍ مشرې او سیاسي فعالې فاطمې ګیلاني پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د طالبانو سره تعامل وکړي او خبرداری یې ورکړی چې که د خبرو اترو لار وتړل شي نو دا به د افغانستان عامو خلکو ته د سزا ورکولو په معنی وي.

نوموړې دا خبرې روانه میاشت د بریتانیا په پایتخت لندن کې د "چټم هاوس" څېړنیز مرکز کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته کړي.

مېرمن ګیلاني وویل: "که خبرې اترې نه وي، بوختېدل نه وي، او نږدې کېدل نه وي نو موږ د افغانستان ولسونو ته جزا ورکوو او موږ به له هیچا سره پوهاوي ته و نه رس‍ېږو."

نوموړې ټینګار وکړ چې د رسمیت پېژندلو پرته هم د طالبانو سره د ښکېلتیا په موخه په کابل کې د بهرنیو ډپلوماټیکو استازولیو پرانستل ګټوره چاره ده.

له افغانستان څخه د لوېدیځ ځواکونو په بیړه او له ګډوډۍ ډکې وتنې وروسته د طالبانو د دوهمې واکمنۍ دوه کاله کېږي، نړیوال یې حکومت په رسمیت نه پېژني او په دغه هېواد کې د نړیوالو خیریه سازمانونو د معلوماتو په اساس، بشري بحران ورځ تر بلې پراخیږي.

همدا په ټپه ولاړ حالات د بریتانیا د څېړنیز مرکز چټم هاوس د رابللې ناستې موضوع وه، چې څنګه له طالبانو سره کار وکړل شي.

د چټم هاوس د څېړونکي مارک باوډن په اند، که نړیواله ټولنه افغانستان له نورې نړۍ ګوښه کوي نو په دې سره د هغه هېواد سیکه او بنسټیز جوړښتونه لکه صحت عامه او نور هغه له منځه تللای شي.

هغه وايي: "ښکلېتیا د رسمیت پېژندلو لپاره نه ده، ښکېلتیا د استازیتوب د رامنځته کولو په مانا وي، چې څنګه یو ډول خبرې راپیل شي. کله چ‍ې تاسې یو هېواد ګوښه کوی نو ‍‍‍ په دې سره بې سارې ستونزې پيدا کېږي."

دا مهال پر افغانستان واکمن طالبان هېڅ نړیوال اعتبار نه لري، چې لوی لاملونه یې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیزونه بلل کېږي.

د چټم هاوس څېړونکی حمید حکیمي اندېښنه ښيي چې که د افغانستان کړکېچ په زغرده هوار نشي نو د دې هېواد راتلونکې له یوناڅرګند ګواښ سره مخامخ کېدای شي.

د چتم هاوس د غونډې نورو ویناوالو وویل چې په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې سره مخامخ دي نو دومره لوی شمېر وګړو ته په کتو هم باید د کابل له اوسنیو واکمنانو سره د خبرو دروازې پرانیستي وساتل شي.