مشرانو جرګه: حکومتي مشران دې خپل اختلافات ژر ختم کړي

ولسمشر غني نن په رسمي توګه د مشرانو جرګې د عمومي غونډو په تالار کې د افغانستان د ځوانانو پارلمان پرانیست.

له هغې وروسته چې د ارګ او اجرائیه ریاست تر منځ د اختلافاتو سر رسنیو ته لار وکړه، نن د افغانستان مشرانو جرګې د دغو اختلافاتو د ختمولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم‌یار د یکشنبې په ورځ د ځوانانو د پارلمان په پرانیستې غونډه کې ولسمشر غني ته په خطاب وویل، د حکومت مشران او هغه کسان چې د نظام د مامورینو په توګه کار کوي، باید د افغان ولس پنځلس کلنې لاس ته راوړنې په پام کې ونیسي او د خپل منځیو اختلافاتو له امله یې له لاسه ورنکړي.

هغه ولسمشر غني ته په خطاب وویل "شخصي مخالفتونه، تربګنۍ او خپل منځ کې اختلافاتو او بدبختیو ته د پای ټکی کیږدي او هغه لاس ته راوړنې چې نن د افغانستان خلک ورته له څلویښتو کلونو په انتظار وو، په دې دیارلسو کلونو کې ورته په انتظار وو او لاس ته راغلي، هغه له خاورو سره خاورې نشي".

د تیرې یوې نیمې لسیزې د لاسته راوړنو په وړاندې د ګواښونو په اړه اندېښنې په داسې حال کې د مشرانو جرګې د رئیس له خوا مطرح کیږي، چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د ارګ او اجرائيه ریاست تر منځ له ژورو اختلافاتو پرده پورته کړه.

ښاغلي عبدالله ولسمشر غني په حکومتي چارو کې په خپلسرۍ تورن کړ او هغه یې بې حوصلې وباله، خو ولسمشر غني د جمعې په ورځ د ځوانانو د نړیوالې ورځې په لمانځ‌غونډه کې وویل، هغه کسان یې د قدرت په انحصار تورنوي، چې پر وینا یې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې "د هغوی ګټې له خطر سره مخ شوې دي".

د مشرانو جرګې د رئیس د څرګندونو په وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د ځوانانو پارلمان ته د وینا پر مهال د پښتو ژبې دوو بیتونو ته په اشارې وویل " که ته وایې چې زه یم او زه وایم چې زه یم نه به ته یې نه به زه یم او که ته وایې چې ته یې او زه وایم چې ته یې هم به ته یې هم به زه یم".

که څه هم ولسمشر غني په مستقیمه توګه د ښاغلي عبدالله د وروستیو څرګندونو، چې ویلي وو 'ولسمشر په بحثونو کې زغم نه لري او څوک چې زغم نه لري د ولسمشرۍ لیاقت هم نه لري' یادونه ونکړه خو وې ویل "زما ښې ورځې هغه وې چې ولسمشر نه وم، مطلقه آزادي مې درلوده، قلم مې آزاد وو خوله مې آزاده وه، د مشري فلسفه په دې کې ده چې خوله هم کلا ده هم بلا، ولسمشر د افغانستان حق نه لري چې خوله بې‌‌ځایه وښوځوي او صبر، حوصله او تحمل د ولسمشرۍ خصوصیات دي".

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې افغانستان د ډیکټاټورۍ او خپلسریو ځای نه دی او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د چارو په سمبالولو کې له زغم څخه کار واخلي.

ښاغلي غني ځوانان یووالي ته راوبلل او وې ویل، چې د افغانستان پرمختګ، امنیت او هوساینه د ولسونو په یووالي کې نغښتې ده.

د ځوانانو د پارلمان پرانیسته

ولسمشر غني نن په رسمي توګه د مشرانو جرګې د عمومي غونډو په تالار کې د افغانستان د ځوانانو پارلمان پرانیست.

د افغانستان د ځوانانو پارلمان چې په تمثیلي توګه خپلې چارې پر مخ وړي، درې کاله مخکې د ملګرو ملتونو د سازمان په همکارۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت رامنځ ته شو.

په تیرو دوو دورو کې د ځوانانو په پارلمان کې یوازې کابل میشتو ځوانانو غړیتوب درلود خو دا ځل د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه ورته ځوانانو لار پیدا کړې ده، چې د نجونو ونډه په کې هم د پام وړ زیاته شوې ده.