سوریه کې د اروپایي هیوادونو د جهادیانو د ماشومانو په سخت دریزه کیدو اندیښنې

د سوریې د الهول په کمپ کې اکثریت هغه کونډې د ماشومانو سره ژوند کوي چې میړونه یې د داعش په لکیو کې وژل شوي.

په بلجیم کې د ماشومانو د حقونو یوې ډلې اندیښنه ښودلې چې په سوریه کې د اروپایي هیوادونو د پخوانیو جهادیانو ماشومان د سخت دریزه کیدو د خطر سره مخ دي چې په کمپونو کې ژوند کوي.

د چایلډ فوکس د ادارې مشره، هیدي ډي پاو چې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوي، تازه د سوریې په شمال کې د الهول په کمپ کې هغه ماشومان کتلي چې پلرونه یې د اسلامي دولت یا داعش په لیکو کې وژل شوي او اوس د خپلو کونډو میندو سره ژوند کوي.

میرمن پاو وایي د دې وخت رارسیدلی چې دا ماشومان بیرته هیواد ته راستانه کړل شي.

د بلجیم صدراعظم الکزاندر ډي کرو هم دا اړتیا درک کړې چې په سوریه کې د بې سرپرسته ماشومانو په منځ کې د سخت دریزه کیدو د مخنیوي لپآره باید دغه ماشومان بیرته هیواد ته راوستل شي.

میرمن پاو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د راقې په ښار کې د الهول د کمپ کنټرول د کردي ځواکونو د لاسه د وتلو په حال کې دی او په کمپ کې ماشومان د دې خطر سره مخ دي چې سخت دریزه ډلې یې پخپلو لیکو کې جذب کاندي.

هغه وایي، " په کمپ کې وړې نجونې نقاب اغوندي او تنکي ځوانان هغه کسان کفا بولي او په کاڼو یې ولي چې د کمپ د لیدو لپاره ورځي. "

د الهول په کمپ کې د سوریې اتباعو تر څنګ شاوخوا ۱۰ زره د بهرنیو هیوادونو اتباع ژوند کوي او میرمن پاو وایي چې اوس د دې کمپ کنټرول یو ځل بیا د اسلامي دولت یا داعش ډلې ته په لاس ورغلی.

په بلجیم کې چارواکو تیره میاشت پریکړه وکړله چې هغه ماشومان به یو په یو بیرته هیواد ته راستانه کړي چې عمرونه یې د دولسو کالونو نه ټیټ وي او مور او پلار یې د بلجیم اتباع وي.

د نورو هیوادونو په پرتله د بلجیم نه ډیر هلکان او نجوني سوریې او عراق ته تللي وو چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په ننګې وجنګیږي.

د الهول په کمپ کې شاوخوا ۶۲ زره کسان پراته دي چې اکثریت یې د عراق او سوریې د جهادي کسانو کورنۍ او ماشومان دي.

میرمن پاو وایي په ۲۰۱۹ کال کې د باغوذ په کمپ کې هغه میرمنې چې د بلجیم اتباعې وې، چمتو وې چې د خپل ژوندانه د کړاونو په هکله د بهرنیانو سره وغیږي خو زیاتوي چې اوس هر څه بدل شوي.

هغه وایي، " نهه کلن یا اته کلن ماشومان مونږ ته راغلل او په قهر او غصه یې راته وویل تاسو کفار یاست او په مونږ یې د کاڼو ګوزارونه وکړل. ډیر د خواشینۍ ځای دی چې دومره کمکي ماشومان سخت دریزه شي. "