صدیق الله هغه هلمندی ماشوم چې ۱۱ ساعته کار کوي

صدیق الله وایي ۱۱ ساعتونه کار کوي

د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې جګړو تر نورو ډېر ماشومان زيات زيانمن کړي او شاقه کارونو ته یې اړ کړي دي.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې سه شنبه (جون۱۲) د ماشومانو د کار پر ضد د مبارزې ورځ ده، خو افغانستان کې لا هم په ګڼ شمېر کې ماشومان شاقه کارونه کې چې وپايي.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه ماشومان شاقه کارونه کوي. هلمند هم د افغانستان هغه ولایت بلل کیږي چې ډېر ماشومان په کې شاقه کارونه کوي او د جګړو ماشومان له ښوونځيو بې برخي کړي. شاوخوا اووه میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخي دي.

د صدیق الله ژوند

امریکا غږ د بېلګې په ډول په هلمند کې له همداسې یو ماشوم سره خبرې کړي دي. صديق الله هغه لس کلن ماشوم دی چې د ورځې ۱۱ ساعتونه کار کوي او د کور مشر زوی دی. دغه ماشوم د هلمند د سيند پر غاړه موټران وينځي.

هغه د سهار د اوو بجوڅخه بیا د ماښام تر شپږو بجو پورې کار کوي او په ټوله ورځ کې ۲۰۰ افغانۍ ګټي، کورنۍ يې په مارجې ولسوالۍ کې اوسېدله او هلته يې د ځمکو په حاصلاتو ژوند تېراوه، خو د جګړو له امله يې کورنۍ دې ته اړ شول چې خپلې ځمکې پرېږدي او ښار ته کډه وکړي. وايي پلار يې په لښکرګاه ښار کې پهکراچي کې ترکاري پلوري

مخکې له دې چې لښکرګاه ته کډه وکړي، صديق الله د مارجې ولسوالۍ ښوونځي ته تله خو ښار ته تر راتګ وروسته د ښوونځی څخه بې برخې سو او د کورنۍ د ساتلو دپاره يې د پلار سره مرسته پيل کړه.

هغه وايي "که مې څوک له کورنۍ سره مرسته وشي نو دی به هرومرو ښوونځی ته ځي." دده په څېر ډېر نور ماشومان شته چې په بزګری، مستريخانه او آن ډېر يې په کوڅو او بازارونو کې خير ټولوي.

په تېرو دريو کلونو کېد جګړو او فقر له وجهې د بېځايه سوو کورنيو شمېره مخ په ډېرېدو ده. د مهاجرينو رياست د سرشمېرنې په اساس په۱۳۹۴ لمريز کال کې ۱۰۳۰۵ کورنۍ بې ځايه شوي چې د ماشومانو کچه په اوسط ډول ۳۰۹۱۵ ماشومان ته رسېږي.

په ۱۳۹۵ لمريز کال کې۱۲۶۵۰ کورنۍ بې ځايه سوي چې په هغو کې ۳۷۹۵۰ يې ماشومان دي. او په ۱۳۹۶ لمريز کال کې د بېځايه سوي کورنيو شمېر ۱۱۵۷۶ دی چې۳۴۷۲۸ يې ماشومان دي،

د روان کال په جريان کې د معارف رياست او يونیسف دفتر له لورې دغو ماشومانو ته د زده کړو دپاره ۸ کورسونه جوړ شوي چې د همدې ماشومانو ډېره کمه فيصدي پکښې زده کړي کوي او پاتي نور يې د زده کړو څخه محروم دي.