چین وايي د مسعود اظهر په اړه جدي خبرو ته ضرورت دی

د جیش محمد د ډلې مشر مسعود اظهر

چین وایي چې د جیش محمد د مشر مسعود اظهر نوم د ملگرو ملتونو د ترهگرو په لسټ کې د شاملولو پریکړه د جدي خبرو د لارې حل کیدی شي

د چین د بهرنو چارو وزارت پداسې وخت کې چې روانه اونۍ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د مسعود اظهر نوم د ترهگرو په لسټ کې د اچولو په اړه پریکړه کوي، وایي چې دغه مسله جدي خبرو ته ضرورت لري.

د چین د بهرنو چارو د وزارت ویاند لو کانگ په بیجنگ کې یوې خبرې غونډې ته ویلي دي چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د سختو معیارونو او د لایحې په اساس پریکړې کوي او د ترهگرو په تور لسټ کې د شاملولو لپاره اصول لري.

د بهرنو چارو د وزرات ویاند وویل چې چین غواړي دغه مسله په مناسب ډول حل کړي او ځکه یې د دواړو خواو (پاکستان او هند) سره خبرې روانې دي.

هغه وویل، " مونږ به په جدي او مسولانه خبرو د دې مسلې یو ښه حل لټوو"۔

د چین د حکومت خپل دریځ داسې مهال څرگند کړیدی چې هند د مسعود اظهر د نوم د ترهگرو په لسټ کې د شاملولو لپاره فعالیتونه کوي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا به روانه اونۍ د مسعود اظهر د نوم د ترهگرو په لسټ کې د شاملولو په اړه پریکړه کوي. دغه وړاندیز امریکا، برتانیې او فرانسې کړیدی.

د پاکستان په سنا کې د بهرنو چارو د کمیټې مشر سناتور مشاہد حسین وایي چې چین به پدی اړه پریکړه د پاکستان سره د مشورې نه وروسته کوي. مشاهد حسین امریکاغږ ته وویل" "چین د ترهگرۍ په هکله دا دریځ لري چې دغه د هند، پاکستان او چین ټولو په تاوان ده."

مشاهد حسین وویل چې چین دا خبره څرگندول غواړي چې د ترهگرۍ مسله دې د سیاسي اهدافو لپاره نه کارول کیږي. هغه وایي چې چین به د پاکستان ملگرتیا وکړي.

خو د دچین د بهرنو چارو د وزرات ویاند تیره اونۍ ویلي و چې هغوي د جیش محمد د مشر مسعود اظهر د نوم د ملگرو ملتونو د ترهگرو په لسټ کې د شاملیدو په اړه د هند سره په تماس کې دي.

د یادونې وړ ده چې چین یو ځلې مخکې هم په ملگرو ملتونو کې د مسعود اظهر د نوم د ترهگرو په لسټ کې د شاملیدو مخه نیولې ده.